د افغانستان په غزني ولایت کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په بم چاودنه کې درې امریکايي عسکر ووژل شو او درې نور زخمیان شول.
په افغانستان کې د قاطع ماموریت ځواکونو په یو بیان کې بم چاودنه د غزني ښار سره نژدې وشوه چې پکې یو غیر پوځي امریکايي هم زخمي شوی دی.
د وژل شویو امریکايي عسکرو نومونه نه دي څرگند کړی شوي.
په سمدستي ډول د چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستې او نه هم د قاطع ماموریت بیان ویلي چې گنې دا به چا کړې وي.
د دې نه وړاندې قاطع ماموریت وویل د افغانستان په نیمروز ولایت کې د القاعده وسله والو خلاف د عملیاتو په مهال یو امریکايي عسکر د خپل افغان همکار په ډزو وژل شوی دی.
په افغانستان کې میشته د قاطع ماموریت ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ورځ بیان کې وویل امریکايي عسکر د نومبر د میاشت په ٢۴ مه نېټه وژل شوی دی.
د وژل شوي امریکايي عسکر نوم سارجنټ جېسو ښودل شوی دی.
د قاطع ماموریت بیان وايي لومړنۍ مرکۍ ښۍ سارجنټ جېسو د افغان او امریکايي ځواکونو او د کله بندو القاعده وسله والو ترمنځ د ډزو په تبادله کې ووژل شو.
بیان زیاتوي چې داسې څه شواهد نه دي ترلاسه شوي چې گني امریکايي عسکر قصداً وژل شوی دی.
په افغانستان کې یو شمېر امریکايي عسکر د افغان امنیتي ځواکونو دننه په حملو کې وژل شوي دي، کله چې د افغان امنیتي ځواکونو په دریشۍ کې حمله کونکی خپل ټوپک په امریکايي همکارانو ور واړوي.