افغان مامورین وايي د وسله والو طالبانو د ډز بندۍ وړاندېز غیر واضحه دی او طالبان دې د سولې د خبرو په غرض مکمل اور بند وکړي.
د افغان صدر اشرف غني ترجمان صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل مکمل ډز بندۍ پرته به د طالبانو بل کوم وړاندیز د گټې وړ نتیجې رانوړي.
صدیق صدیقي وویل "که چېرې طالبان په ډزبندۍ متفق نشي، چې د افغانانو غوښتنه ده، نو مونږ په افغانستان کې جنگ نشو ختمولی او مونږ به د خپلې خوښې نتیجې ترلاسه نکړی شو."
د اشرف غني ترجمان د طالبانو په دې وړاندې خبرې کولی چې دوی به د اوو نه تر د ١٠ ورځو پورې د امریکايي ځواکونو سره ډزبندي وکړی او د افغان امنیتي ځواکونو خلاف به تشدد کم کړي.
خو صدیق صدیقي وویل د طالبانو دا وړاندیز په خصوصي توگه رد کړو چې دوی به په تشدد کې کمی وکړي. هغه وویل افغان حکومت د مکمل ډزبندۍ په اړه خپل دریځ کې څه بدلون نه دی کړی. د هغه په قول دا د "افغانستان د خلکو تر ټولو اهمه او بنیادي غوښتنه ده."
صدیق صدیقي وویل افغان صدر اشرف غني او د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ډزبندۍ په غوښتنه په یوه پاڼه دي او د تېر کال د نومبر په میاشت کې افغانستان ته د صدر ټرمپ د سفر په مهال هم په دې خبرې شوې وې.
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې پېل کړي دي چې په افغانستان کې د جنگ د خاتمې دپاره د حل لاره ولټول شي. د افغانستان په جنگ کې د ٢۴٠٠ نه زیات امرکیايي عسکر وژل شوي او واشنگټن پرې د یو کرب ډالر نه زیاتې پېسې مصرف کړې دي.
د کال ٢٠١٩ تر اخېرې پورې د امریکې او طالبانو ترمنځ د خبرو نهې ناستې شوې وې او ټاکل شوي وه چې د طالبانو یو پلاوی به د امریکايي مامورینو سره خبرو دپاره امریکې ته ورځي خو د سپټمبر په میاشت کې صدر ټرمپ دغه مجوزه خبرې په کابل کې د طالبانو د ځانمرگي حملې وروسته وځنډولې. په حمله کې د یو امریکايي عسکر په شمول ١٢ کسان ووژل شو.
د دې وروسته صدر ټرمپ امریکايي عسکرو سره د ملاقات په غرض د نومبر په میاشت کې د افغانستان سفر وکړو او په باگرام هوایي اډه یې د اشرف غني ترڅنگ وویل طالبانو لومړی ډزبندي نه غوښتله خو اوس یې غواړي. د دې وروسته امریکې طالبانو سره د خبرو ځنډیدلې لړۍ بیا شروع کړه.
د طالبانو یوې سرچینې تېره هفته رویټرز خبري ادارې ته وویل کله چې په قطر کې د طالبانو او د امریکې ترمنځ لوظنامه لاس لیک شي نو طالبان به د لسو ورځو دپاره د امریکايي ځواکونو سره ډز بندي وکړي او د افغان ځواکونو خلاف به تشدد کې کموالی وکړي. رویټرز وویل دا لومړی ځل دی چې طالبانو وویل دوی به د ډزبندۍ پابندي کوي.
یو طالب کمانډر چې نوم یې نه دی څرگند شوی، رویټرز ته وویل "امریکې غوښتل چې مونږ د خبرو په مهال ډز بندي اعلان کړو، خو مونږ دا خبره رد کړه. په کومه ورځ چې د سولې معاهده لاس لیک شي زمونږ شورا په دغه ورځ په ډز بندۍ متفق شوي ده."
طالبان کمانډر رویټرز ته وویل امریکې سره د لوظنامې وروسته طالبان د افغان حکومت سره په جرمني کې خبرې کولی شي. خو تر دا وخت طالبانو د افغان حکومت سره د نیغ نیغه خبرو نه انکار کړی دی او وايي افغان حکومت بې اختیاره دی.
د افغانستان د پارلېمنټ غړی عبدالقیوم سجادي وي او ای ته ویلي بین الافغاني خبرې د وړاندې بوتلو پرته په افغانستان کې امن نشي ترلاسه کیدلی.
یادونه: دا رپورټ د وي او ای د انگریزۍ څانگې اېکسټریمزازم واچ ډېسک خبریالانو، په واشنگټن کې حسیب دانش الکوزي، محمد حبیبزاده او مهدي جدېنیا او د کابل څخه حسیب مسعودي تیار کړی دی