لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 امریکایی جنرال: له افغانستان څخه د وخته وړاندې وتل به اشتباه وي


جنرال مایک میلي په افغانستان کې هم وخت تیر کړی دی

د امریکني پوځ د جائنټ چیف چئرمین څوکۍ لپاره نامزد پوځي جرنیل مارک میلي د خپل انتخاب اوریدنې په لړ کې د امریکا سینیټ ته ویلي د افغانستان نه د وخته وړاندې د امریکني عسکرو ایستل به یوه تیروتنه یا اشتباه وي.

جنرل میلي، کوم چې صدر ډانلډ ټرمپ د وسله والو ځواکونو د اوسني مشر جنرل جوزف ډنفرډ پرځای انتخاب کړی، سینیټ له باور ورکړې چې په هر رنگه حالاتو کې هغه به صدر ټرمپ ته صحیح مشوره ورکوي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ غواړي چې د شام او افغانستان څخه د امریکا عسکر رابهر کړي خو تر دې دمه یې په دې فیصله پوخ لاس ندې پورې کړی، ځکه چې پوځي کماندران دا وخت پالیسۍ کې بدلون نه غواړي.

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي په خپل وروستي بیان کې ویلي وو چې افغان طالبانو سره په خبرو کې یې ښه پرمختگ کړی او د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئیو تیره میاشت ویلي وو چې هیله من دی افغانستان کې د امن لوظنامه به افغان جگړه د ستمبر میاشت پورې راغونډه کړي.

د امریکا په جارج ټاون یونیورسټۍ کې د ویډیو لېنک دلارې د قطر سرښار، دوحه څخه په خپلو خبرو کې زلمي خلیلزاد وویل، امریکا غواړي چې په افغانستان کې ښه تاریخ شاته پریږدي او "مونږ د وتلو لوظنامه نه بلکې د امن لوظنامې په تکل کې یو".

د ریپبلکن صدر ډانلډ ټرمپ نه علاوه راروان صدارتي ټاکنو لپاره د ډیموکریټ گوند کاندیدان هم د افغان جگړې د راغونډولو خبرې کوي.

پخوانی نائب صدر او په ډموکراتانو کې صدارتي څوکۍ لپاره د کاندیدۍ ترلاسه کولو په زغل کې شریک جو بایډن ژمنې کړي چې هغه به د امریکا دائمي جگړې ختموي.

د امریکا په تایخ کې، د افغانستان جنگ تر ټولو اوږد جنگ دې.

جو بایډن بیا وایي که هغه صدر شو، نو د امریکا اوږدې جگړې به ختموي
جو بایډن بیا وایي که هغه صدر شو، نو د امریکا اوږدې جگړې به ختموي

جو بایډن په دې اړه وویل، "ډیر وخت تیر شو او اوس مونږ له د دې اوږدې جگړې ختمول پکار دي. دې جنگونو باندې زمونږ بې شمیره وسایل او ځاني زیان شوی. ما څو څو وارې ویلي چې مونږ له د افغانستان او مینځني ختیز نه د خپل عسکرو لویه شمیره واپس راوستل پکار دي او خپل ټول پام القاعدې ترهگر ډلې او داعش ته په سیمه کول پکار دي."

بل پلو، جنرل میلي سېنیټ کې د جائنټ چیف اف سټاف څوکۍ لپاره خپل نامزدگۍ په اورونه کې سېنیټرانو ته ویلي افغان جگړه کې د امریکا رول به هله ختمیږي کله چې افغانستان کې د امریکا اهداف ترلاسه شي. او په دغو اهدافو کې یو هم د طالبانو سره د مذاکراتو دلارې د جگړې ختمیدل دي.

د سېنیټر انگس کنگ د دې سوال په جواب کې چې صدر ټرمپ که په یو موضوع په غلطه وي نو بیا به جنرل میلي څه کوي، جنرل یې په ځواب کې وویل: "مونږ ته علم دی چې زمونږ د فیصلو اثر به څه وي او مونږ څوک په غلطو فیصلو مجبورولی نشي."

61 کلن جنرل مارک میلي د عراق او افغانستان په دواړه جنگونو کې جنگیدلې او د ستر کمانډر رول یې هم لوبولې.

که د جائنټ چیف اف سټاف لپاره جنرل میلي انتخاب شو نو دا به د ځمکني پوځ چیف اف سټاف له عهدې څخه د هغه ترقي وي.

XS
SM
MD
LG