په قطر کې دطالبانو پرانستل شوي دفتر ته دورکړل شوي نوم دلانجې پسر افغانستان په کابل کې دامريکا سره دامنيت په اړه دتړون لړ کې روان دوه اړخيزه مذاکرات ځنډولي دي.
که چرې واشنگټن په افغانستان کې په راتلونکي کال کې افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو وروستو په دغه هيواد کې خپل عسکر پاتې کول غواړي ،نو ددې لپاره به په دغه اړه روان افغان امريکا مذاکراتو کې اتفاق ته رسيدل وي.
دصدر حامد کرزي وياند وائي چې دافغان امن مذاکراتو په اړه دامريکائي حکومت په قول وفعل کې تضاد دى.
دصدر حامد کرزي دحکومت امريکا سره دمذاکراتو دځنډولو دغه پريکړه به طالبانو سره دپيل کيدونکو خبرو اترو عمل ته زيان ورسوي.
دامريکا صدر براک اوباما په افغانستان کې د12 کلنې جگړې دخاتمې په لوري دغه خبرې يو مهم گام گرځولى ؤ اؤ ددې هرکلى يې کړى ؤ.
دامنيتي خبرو دځنډ دوضاحت کولو په اړه دافغانستان دصدر حامد کرزي وياند ايمل فيضي بهرني خبري اژانس اى ايف پي ته وئيلي دي چې دافغانستان دامن خبرو اترو په اړه دامريکا په قول اؤ عمل کې تضاد دى.
هغه وويل " صدر نن سحر امريکا سره په بي ايس اى( دامنيت دوه اړخيزه تړون ) خبرې اترې اودرولي دي"
دغه شخړه دطالبانو دفتر ته دافغانستان داسلامي امارت دنوم په ورکولو سره راپورته شوې ده.
دنوم نۀ څرگندولو په شرط دصدارتي محل يو چارواکي وئيلي دي " صدر ددفتر په نوم خوشحاله نۀ دى، مونږ داسلامک ايميريټ اف افغانستان دسرليک مخالفت کوؤ، ځکه چې دغسې کوم څيز نشته " اؤ زياته يې کړه امريکا ددغه دريځ څخه خبر ده.
په ډاگه دې وي چې د1996 څخه،2001 پورې چې کله طالبانو په افغانستان واکمني کوله ، نو هغوي دهيواد نوم هم دغه ايښودى ؤ.
امريکائي چارواکو يوه ورځ دمخه په ډاگه کړې وه چې طالبانو سره به نيغ په نيغه خبرې کولى شي.
طالبانو سره دخبرو اترو پيل کولو دغه اعلان په داسې حال کې شوى چې يوه ورځ دمخه په افغانستان کې ميشتو نړيوالو ځواکونو ددغه هيواد امنيتي چارې دافغانستان خپلو پوځيانو ته وسپارلې.