په افغانستان کې د پاته مېشتو امریکایي عسکرو مشري نن د یوې دستورې په ترڅ کې له جنرال سکاټ مېلر نه د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټکام لوی کمانډر جنرال فرانک مکېنزي ته وسپارل شوه. جنرال سکاټ مېلر د ۲۰۱۸ کال راهیسي په افغانستان کې د امریکایي عسکرو او نېټو قواوو مشري په غاړه درلوده، خو په افغانستان کې د دې عسکرو ماموریت (د غوڅ ملاتړ ماموریت) په ختمېدو دی او ټاکل شوې ده چې د اګست په ۳۱مه نېټه په رسمي توګه ختم اعلان شي.
د جنرال مکېنزي د کمانډ لاندې پوځیان به د افغانستان په تړاو خپل نوی ماموریت پیل کړي او په دې کې د امریکا د دفاع وزارت نور جنرالان به، چې اکثریت به یې له افغانستان څخه دباندې وي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې روانې وساتي.
په هغې دستوره کې چې د پاته امریکایي قواوو د پوځي واک اختیار د انتقال په ویاړ کابل کې جوړه شوې وه، د سېنټکام لوی کمانډر جنرال مکېنزي ډاډ څرګند کړ چې نور به ترهګر ونشي کړی چې افغانستان ځان ته د پټېدو ځاله جوړه کړي. هغه زیاته کړه چې که څه هم امریکایي پوځیان به له افغانستانه ووځي، مګر امریکا به افغان ځواکونو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
په دې دستوره کې جنرال سکاټ مېلر چې د بل هر جنرال نه یې ډېره موده په افغانستان کې پوځي دنده ترسره کړې ده، وویل چې په افغانستان کې اوس مهال تشدد زیات شوی دی. هغه له طالبانو وغوښتل چې دا تشدد دې راکم کړي او د سولې لاره دې خپله کړي.
کله چې جنرال مېلر په افغانستان کې د امریکایي او نېټو قواوو مشري په غاړه واخیسته، نو هغه وخت په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر څوارلس زرو ته رسېده، خو نن سبا دا شمېره بیخي زیاته راټیټه شوې او پاته امریکایي عسکر هم په تیزۍ له هغه هېواده په راوتو دي. د دې نه علاوه، د نېټو هېوادونو یو شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ختم اعلان کړی دی.
د یو بل خبر له مخې، د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټکام مشر جنرال فرانک مکېنزي نن د ګل/دوشنبې په ورځ د افغانستان پّ صدارتي ماڼۍ (ارګ) کې له افغان صدر محمد اشرف غني سره لیدلي دي. د ارګ په ټویټر پاڼې باندې راغلي چې ولسمشر غني د جنرال مکېنزي په مشري له امریکایي پلاوي سره په لیدنه کې «د [علایقو] د نوي فصل او په دې فصل کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو – په شمول د هوایي قواوو – سره د امریکا د همکاریو په اړه» خبري کړي دي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د حکومتي قواوو او طالبانو ترمنځ جګړه تېزه شوې ده او اوس د جګړې لمن د کندهار ښار ته هم ورغځېدلې ده. په غزني ښار کې هم د جنګونو رپوټونه ورکړل شوي دي. طالبانو دعوه کړې ده چې په بامیان ولایت کې یې کُهمرد او په هلمند ولایت کې یې د ګرمسېر ولسوالۍ نیولې دي.
بل اړخ ته د افغانستان د دفاع وزارت دعوه کړې ده چې په تېره یوه شپه و ورځ کې یې په مختلفو سیمو کې څه دپاسه دوه نیم سوه طالبان وژلي او یو نیم سل نور یې زخمیان کړي دي.
د جګړې په تېزېدو سره، امریکا بیا هم واضحه کړې ده چې د افغان ځواکونو دپاره به خپل امداد جاري ساتي. په افغانستان کې د امریکا شارژدافیريا ناظم الامور د امريکې هغه ژمنه تکرار کړې چې امریکا به د افغانستان د سولې د عمل ملاتړ، ساتنې او په تيرو دوه لسیزو کې د لاسته راوړنو ملاتړ دوامداره ساتي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کړې چې نن د ګل/دوشنې په ورځ (12 جولايۍ) د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر حنيف اتمر په افغانستان کې د امریکا شارژدافير يا ناظم الامور راس ولسن سره ليدلي او امریکايي سفارتکار په ليدنه کې دغه ژمنه تکرار کړې ده.
په بيان کې ویل شوي اتمر د امریکا ستاينه کړې چې په وروستيو کې د افغانستان لوړ پوړي پلاوي د امريکا سفر کړی او امریکا د خپلو ځواکونو ویستلو ترڅنګ د افغانستان د ملاتړ او مرستو جاري ساتلو ويلي دي.
په دې رپوټ کې د وي او اې افغان سروس معلومات هم شامل دي.