لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لوړپورې امریکایۍ ډیپلوماتې، الیس ویلز سره د گلبدین حکمتیار ملاقات


د اسلامي حزب مشر، گلبدین حکمتیار، او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز په کابل کې
د اسلامي حزب مشر، گلبدین حکمتیار، او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز په کابل کې

د افغانستان د اسلامي حزب مشر، گلبدین حکمتیار چې کابو څوارلس کاله د امریکا په تور لیست کې شامل و، د جنوبي ایشیا په برخه کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له جگپوړې ډیپلوماتې الیس ویلز سره وکتل.

د حزب اسلامي مطبوعاتي څانگې په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دغه لیدنه، نن د نهې ـ سې شنبې په ورځ په کابل کې د گلبدین حکمتیار په هستوگنځي کې ترسره شوه، او په هغې کې دواړو خواوو د سولې د ټینگښت، د جگړې د ختمیدو، د انتخاباتو، د سیاسي گوندونو د ونډې، او له طالبانو سره د مذاکراتو په هکله بحث وکړ.

گلبدین حکمتیار د افغانستان هغه جهادي مشر و چې په ١٩٨٠یمو کلونو کې یې له امریکا نه د سلگونو میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې او وسلې ترلاسه کولې او د شوروي اتحاد پر ضد جنگیده.
د طالبانو د ر‏ژیم له نسکورېدو وروسته، کله چې امریکایي ځواکونه افغانستان ته دننه شول، حکمتیار او ډله یې د امریکا پر خلاف هم جگړه پیل کړه، خو د جگړې په میدان کې د دې ډلې ونډه د طالبانو پرتله لږ وه.

په ٢٠٠٣ کال کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت، گلبدین حکمتیار «ټروریسټ» ونوماوه او په تور لیست کې یې شامل کړ. امریکې پر هغه د القاعدې او طالبانو د ملاتړ تور ولگاوه.

د ٢٠١٦ کال په وروستیو کې، افغان حکومت له حکمتیار سره د سولې تړون لاسلیک کړ او له تور لیست نه هم د هغه نوم وایستل شو.

حکمتیار په دې وروستیو کې، په وار وار طالبانو ته ویلي چې هغوی دې هم د ده په شان، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښیني. حکمتیار اوس په کابل کې اوسیږي او ډله یې پارلېماني انتخاباتو ته تیاری نیسي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG