د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا د افغانستان دپاره خپلو مرستو کې تر یو بیلینه ډالرو پورې کمی راولي، او دې ته هم آماده دی چې د صدر محمد اشرف غني او د هغه د سیاسي رقیب عبدالله عبدالله ترمنځ د روانې سیاسي لانجې له امله، په ۲۰۲۱ کال کې هم افغانستان ته همدومره اندازه مرستې راکمې کړي.
د امریکا خارجه وزیر ټینګار کړی چې امریکا په سیاسي ملحوظاتو کې د افغان مشرانو لخوا د پوځي قوت کارولو طرفداره نده او د موازي حکومت د پلویانو ملاتړ هم نه کوي. پامپیو ویلي: "[افغان] مشرتابه ته مو دا واضحه کړله چې مونږ به د هغو امنیتي عملیاتو ملاتړ ونه کړو کوم چې سیاسي انګېزې ولري، او نه به د هغو سیاسي مشرانو ملاتړ وکړو کوم چې د دغه ډول عملیاتو امر کوي او یا هغه کسان چې د موازي حکومت دفاع کوي او یا یې ملاتړ کوي."
مایک پامپیو د گل/دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او هلته یې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره جلا جلا کتنې وکړې، چې ویل کیږي دې کتنو یې د دواړو اړخونو ترمنځ د کوم جوړجاړي راوستلو کې کومه نتیجه نه درلوده او پامپیو تش لاس له کابله قطر ته ولاړ.
د کابل له سفر وروسته، پامپیو یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل: "په دې دلیل چې [په افغانستان کې] د رهبرۍ دغه ناکامي د امریکا قامي ګټو ته یوه نېغه خطره پیدا کوي، نو سر له همدا اوسه، د امریکا ریاست به له افغانستان سره زمونږ د همکاریو پر پراخوالي یو نظر ثاني پیل کړي."
پامپیو پخپل بیان کې دا هم ویلي چې امریکا به په افغانستان کې د خپلو ټولو پروګرامونو او منصوبو بیاکتنه وکړي څو په مصارفو کې لا زیات کمښتونه په ګوته کړي. هغه دا هم وویل چې امریکا به د افغانستان لپاره آینده امدادي کنفرانسونو ته پر خپلو وعدو هم له سره نظر واچوي.
د دې ترڅنګ، مایک پامپیو په قطر کې له طالب مشرانو سره په خبرو کې ویلي چې امریکایي عسکر به د لوظنامې له مخې، او شرایطو ته په کتلو سره، له افغانستانه خپل وتلو ته ادامه ورکړي.