لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د امریکا د جگړې اتلس کاله پوره شول ـ ځوان کهول یې په اړه څه وایي؟


اتلس کاله وړاندې د کال ٢٠٠١ د اکتوبر د میاشتې په اوومه نېټه امریکا پر افغانستان ح‍مله کړې وه، ځکه چې القاعده په یوولسم ستمبر په امریکا باندې برید کې شاوخوا درې زره کسان وژلی وو.

تېره اوونۍ د ملگرو ملتونو لخوا خپور شوي رپورټ کې ویل شوي وو چې د کال ٢٠١٥ نه تر ٢٠١٨ پورې د ماشومانو په ضد معلومه سنجیده سرغړونې د څوارلس زرو نه زیاتې وې.

کابل کې د ډاکټرۍ د زدکړو ١٨ کلن طالب علم سید ابراهیم وایي هغه چې د کله نه پیدا شوی دی، نو بس یواځې جنگ او شخړې یې لیدلي دي، او چرته یې هم امن نه دې لیدلې.

سید ابراهیم وایي، "واکمنو ته زما پیغام دا دی چې د اختلاف پیدا کولو نه ډډه وکړي. او یواځې د هیواد د پرمختیا لپاره دې کار وکړي. توپیري چلن هیڅ کار نه دی ځکه د خپل هیواد د مشرۍ لپاره دې خپلو کې رایوځای شي."

افغانستان کې د سیو دې چلډرن تنظیم مشر اونو وین مینن وایي افغانستان کې هره ورځ دا ویره مل وي چې چاودنه به کیږي، ماشومان به سکول ته نه ځي ځکه چې حالات ښه نه دي او چا سره دا یقین هم نه وي چې د کور نه بهر تللي مور، پلار یا وروڼه خویندې به یې روغ رمټ کور ته بیرته را هم شي او که نه.

د یونیسف د رپورټ ترمخه د کال ٢٠١٧ په مقابله کې کال ٢٠١٨ کې په سکولونو بریدونه درې چنده سیوا شوي دي. یونیسف زیاتوي چې د کال ٢٠١٨ تر اخره پورې د شخړې له امله په افغانستان کې د زرو نه زیات د ماشومانو سکولونه بند کړل شوي دي.

اې اېف پي خبري اداره په خپل رپورټ کې د یوولس کلن صابر ذکر کړی دی. صابر د غزني نه کابل ته د دې لپاره تښتیدلی دې چې په کابل کې به موم پلي، د نمرپرس زړي او وچه میوه خرڅه کړي. صابر خبري ادارې ته ویلي دي چې ده سره سکول ته د تللو لپاره پیسې نه وې. هغه اوس مزدوري کوي چې خپلې کورنۍ ته پیسې وگټي.

اتلس کلنه طالب العلمه مدینه الکوزۍ بیا وایي په افغانستان کې امن د دې لپاره یو خوب دې.

هغه زیاتوي، "زه د افغانستان په یو داسې انځور یا تصویر کې د امن سوچ کوم چرته چې هرې خوا خوشالې وي، چاسره هم توپیري چلند نه کیږي. یو داسې تصویر چې په هغې کې رڼا د تعلیم وي. یو داسې تصویر چې په هغې کې په یو بل تورونه نه لگول کیږي او یواځې د خپل ځان او هیواد ته ذمه وارۍ لري."

کال ٢٠٠١ کې په افغانستان د امریکا له برید وروستو د ځوان کهول او په خاص توگه د جینکو لپاره حالات ښه شوي دی. دوی تعلیم او د ژوند په نورو چارو کې پوره برخه اخلي.

د څیړونکو ترمخه د طالبانو د واک په وخت د بشری چارو او په خاص توگه د ښځو د حقونو لپاره ډیرې ستونزې پیدا کړل شوې وې.

د ملگرو ملتونو د پاپولیشن فنډ ترمخه د افغانستان ٪۴٢ ابادي د څوارلس کالو نه کم عمرونه لري. یونیسف وایي په افغانستان کې د اووه دیرش لکونو نه زیات ماشومان سکول ته نه ځي.

محمد مبین، چې په یو سکول کې سبق وایي، وایي چې په افغانستان کې سوله دوی ته یو خوب ښکاري. که چرې په افغانستان کې سوله راغله نو ډیره ترقي به وکړي. قدرتي معدنیات به را وکنیستلی شي او معاشي څوکالي به راشي.

افغانستان کې د معاشی ستونزو په وجه روزگارونه هم کم دي او اکثره کورنۍ خپل بچي د سکول په ځای په خطرناکو لارو کوڅو کې د پیسو راجمع کولو ته لیږي.

امریکا او طالبان د یو کال راهسې په افغانستان کې د سولې لپاره خپلو کې خبرې کړی دي خو د اختلافاتو په سر د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د طالبانو د برید په له وجې د دوي سره د سولې خبرې ختمې کړي دی. افغانستان کې صدارتي انتخابات ترسره شوي دي او امید څرگندیږي چې افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو به له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیلې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG