لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار کې په یو داخلي برید کې درې امریکايي عسکر ژوبل شوي


په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ویاند ویلي د افغانستان کندهار ولایت کې د عامه پولیسو یو غړي په داخلي برید کې درې امریکايي عسکر ژوبل شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکايي پوځ ویاند کرنل سوني لیګېټ ویلي د افغانستان د عامه پولیسو یو غړي تر مخه د ګل/ دوشنبې په ورځ د بهرني ځواکونو په یوه کانواې ډزې کړي او درې امریکايي عسکر يې ژوبل کړي. نوموړي ویلي چې د ژوبلو حالت مرګونی نه دی.

د بیان تر مخه د ناټو عسکرو په ځوابي ډزو کې برید کونکی وژل شوی.

یو بل چارواکي بیا وي او ای ته پخلی کړی چې په دغه برید کې ژوبل شوي درې واړه عسکر امریکایان دي او د یاد برید پلټنې لا روانې دي.

افغان طالبانو د دغه برید ذمه واري په غاړه اخستې او په برید کې يې د امریکايي عسکرو د وژل کیدو ادعا کړې خو د خپلې دعوې په اړه يې څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.

دوه میاشتې وړاندې هم د افغانستان په ورزګان ولایت کې په یو داخلي برید کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي وو. په روان کال کې په افغانستان کې په داخلي بریدونو کې ۱۷ امریکايي عسکر وژل شوي دي.

په کندهار کې په امریکايي عسکرو دغه داخلي برید په داسې وخت شوی چې په افغانستان کې امریکايي پوځ د هغه پېښې پلټنې پېل کړي چې پکې په امریکايي پوځ تور لګول شوی چې د اتوار په شپه ناوخته يې په هلمند کې په هوايي برید کې ګڼ شمیر ولسي وګړي وژلي.

په افغانستان کې د نړیوالو عسکرو ویاند وي او ای ته ویلي چې د هلمند په موسی کلا کې امریکايي او افغان امنیتي عسکروو د القاعد ترهګرې ډلې پرضد عملیات کول چې کله درنه جګړه پېل شوه. د ویاند ترمخه امریکايي عسکرو د ترهګرو په پټنځایونو رسا ډزې کړي او په دغه برید کې يې د پاکستان او بنګله دېش تر څنګ ګڼ شمیر خارجي ترهګر وژلي.

بیان زیاتوي دغه ترهګرو په امریکايي او افغان عسکرو ډزې کولې. د امریکايي پوځ ویاند کېپټن بنجمن بربنک تر مخه ٫٫ زمونږ د اندازو تر مه په وژل شوو کسانو کې زیات تره د ترهګرو او القاعده ډلې په وسلو او چاودیدونکي موادو وژل شوي دي. د دغه پېښې پلټنې لا روانې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG