لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دکرکټ ټیسټ لوبه کې بنګله دیش ته ماتې ورکړه


دافغانستان دکرکټ ټیست لوبو په تاریخ کې دریمه لوبه ده چې لومړی لوبه چې له هند سره شوې و بایللې وه خو وروستی دوه د ټیسټ لوبې وګټلې
دافغانستان دکرکټ ټیست لوبو په تاریخ کې دریمه لوبه ده چې لومړی لوبه چې له هند سره شوې و بایللې وه خو وروستی دوه د ټیسټ لوبې وګټلې

افغان کرکټ ملي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په لومړی مرحله کې ۳۴۲ منډې هدف وټاکه خو بنګله دیش دا هدف پوره نه شو کړای او دټولو لوبغاړو به سوځیدوسره یې یوازې ۲۰۵ منډې جوړې کړې.

دلوبې په لومړی سیالۍ کې افغان لوبډله له خپلې سیالې ډلې څخه ۱۳۷ منډې مخکښې شو.

دکرکټ ټیسټ لوبې چې نن یې وروستی ورځ وه افغان لوبډلې وکولی شول چې دخپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو کوربه سیالې لوبډلې ته یې ۲۶۰ ټارګيټ کیښود اود ټولومنډو شمیریې ۳۹۸ ته ورسید.

دافغان کرکټ ملي لوبډلې مقابل لوري ونه شو کولی چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي اود ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې ایله ۱۳۷ منډې جوړې کړې.

د کرکټ په ټیست دې لوبه کې افغان لوبډلې وکولی شول چې په غټ توپير سره بنګله دیش ته ماتې ورکړي او افغانستان دغه لوبه د ۲۲۴ منډو په توپیر وګټله.

په افغان لوبډله کې راشد خان ارمان ترنورو افغان لوبغاړو ښه وځلید ۱۱ ویکټې ترلاسه کړې او دلوبې په یوې مرحله کې دنیمه سلیزې په ترسره کولو سره دلوبې غوره جازې ته ځان ورسا وو.

یاده دې وې چې دکرکټ ټیست لوبه د سپتمبر په څلورمه پیل شوې وې اونن د دوشنبې په ورځ دافغانستان په ګټه پای ته ورسیده.

دافغانستان دکرکټ ټیست لوبو په تاریخ کې دریمه لوبه ده چې لومړی لوبه چې له هند سره شوې و بایللې وه خو وروستی دوه د ټیسټ لوبې وګټلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG