لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: حمله کې ښځينه سناتوره زخمي، لور اؤ محافظ يې وژل شوي

د غزني د والي يا گورنر مرستيال محمدعلي احمدي ددغه پيښې دپخلي کولو په ترڅ کې خبريالانو ته وئيلي دي چې نامعلومو وسله والو دغزني د گيلان اؤ مقر اولسواليو په مينځ سيمه کې د سناتورې روح گل په موټر ډزې کړي چې پکې دهغې لور اؤ يو محافظ وژل شوي اؤ پخپله سناتوره اؤ د هغې خاوند سخت ژوبل شوي دي

افغانستان کې د قانون سازه ادارې سينيټ په يوه ښځينه غړې د حکومت مخالفه وسله والو په بريد کې د سناتورې لور اؤ محافظ وژل شوي اؤ پخپله د روح گل په نوم دغه سناتوره اؤ دهغې خاوند سخت ژوبل شوي دي.
له دې وړاندې هم په افغانستان کې څو څو ځله دافغانستان دپارلمان په ښځينه غړو دغسې بريدونه شوي چې په هغې کې د زياترو ذمه واري د افغانستان دطالبانو تحريک په غاړه اخستې ده خو ددغه اوسنۍ پيښې پړه تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نۀ ده اخستې.
راپورونه وايي دغه پيښه د شورو په سحر د کابل اؤ هرات په روډ په غزني ولایت کې رامينځته شوې ده.
د غزني د والي يا گورنر مرستيال محمدعلي احمدي ددغه پيښې دپخلي کولو په ترڅ کې خبريالانو ته وئيلي دي چې نامعلومو وسله والو دغزني د گيلان اؤ مقر اولسواليو په مينځ سيمه کې د سناتورې روح گل په موټر ډزې کړي چې پکې دهغې لور اؤ يو محافظ وژل شوي اؤ پخپله سناتوره اؤ د هغې خاوند سخت ژوبل شوي دي.
هغه وويل ژوبل کسان د بهرنيو ځواکونو لخوا د علاج لاندې دي خو دهغوئ د وضعيت په هکله يې معلومات نه دي ورکړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG