لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې تشدد په ١٠٠ ؤ کې ٣٠ زنانه وژني


د ښځو دحقونو په سر یوه نړیواله سروی وايي د افغانستان په ټولنه کې د ښځو حالت ډېر خراب دی او په دې لړ کې د نړۍ د ۱۵۳ هیوادونو په نوملړ کې تر ټولو وروستی هیواد دی. د جارج ټاؤن انسټيټيوټ فار وومن، پيس اینډ سېکیورټي انسټيټوټ یو تازه ګډه سروې کښې ښودل شوي چې په افغانستان کې ۳۰.۹۱ فيصده ښځې د تشدد له امله خپل ژوند د لاسه ورکوي ، ۳۶ فيصده ښځې په ټولنه کې ځان محفوظ نه ګڼي او ۶۰ فيصده ښځې د خپل خاوند د زور زیاتي ښکار کېږي. رپورټ وايي افغانستان کې د ښځو په وړاندې له تعصب ډک دودونو تناسب ۵۱ فيصده دی، د دوي سره قانوني چارو کې ۴۵ فيصده تعصب کېږي او د لور په مقابل کې د زوي د غوره ګڼلو تناسب ۱.۰۶ فيصده دی.

د سروی ترمخه په تعلیمي کال کې د ښځو اوسط څلور فيصده، اقتصاد کې ونډه څلور فيصده، روزګارونو کې برخه ۱۶ فيصده، او د ښځو د موبایل فون استعمال ۵۳ فيصده دی.

د ښځو د حقونو مبارزه او یوه ازاده خبریاله ډیوه نیازۍ وايي هغې لپاره د افغانستان نوم په دغه سروې کښې تر ټولو په اخره کې لیدل څه نوي خبره نه ده. میرمن نیازۍ وايي افغان ټولنه نرواکه ده ځکه چې نارینه نه غواړي ښځو ته هغه حقونه هم ورکړي چې په اسلام کښې ورته ورکړل شوي دي.

هغه وايي نارینه ځکه نه غواړي چې ښځې پرمختګ وکړي چې دوي ویريږي چې ددوي ځای به ونیسي. هغه زیاتوي چې نارینه نه یوازې خپلو مېرمنو ته بلکې پردیو ښځو ته لا د خبرو کولو حق نه ورکوي.

نیازۍ وايي: "افغانستان کښې د ښځو حقونو د دفاع لپاره د مېرمنو پاڅون پکار دی. ښځې دې په دې اړه لیکنې وکړي، کتابونه دې ولیکي، د فیس بک له لارې دې خپل پیغام تر خلکو ورسوي تر څو زمونږ د خلکو مفکورې بدلي شي او فکرونه یې خلاص شي.

که مونږ د ښځو په وړاندې د خپلې ټولنې دا منفي رویه بدله نه کړو نو زه ډیره اندیښمنه یم چې زمونږ راتلونکي نسلونه به هم په دغو تیارو او جهالت کښې پاتي شي".

په افغانستان کښې د ښځو د وزارت مرستیاله مېرمن نبیله مصلح وايي دوي ډیرې هڅې کوي چې د ښځو ستونزې حل کړي او په تیرو دریو کلونو کښې پدې برخه کې ډیر پرمختګ شوی. د ښځو ونډه په حکومت کښې زیاته شوې ده، ۱۰ فيصده ښځې تصمیم نیولو یا فیصله کولو موقف کښې دي، په اوسني حکومت کښې درې مېرمنې وزیرانې دي او ۱۰ ښځې مرستیالانې دي.

لویه ستونزه امنیت ده او په ولایتونو کښې ډیرې انجونې له دې کبله ښوونځیو ته نه ځي. دویمه ستونزه د صحت ده چې په کلیو کښې میرمنې روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسۍ نه لري.

عمران ناصري چې د ښځو د ځان د دفاع پروژې پرانستونکی دی وايي افغان ټولنه کښې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لوی علت په خلکو کښې ناپوهي او د ښځو د حقونو څخه بې خبري ده په خاصه توګه په ولایتونو کښې نارینه د ښځو په اهمیت نه پوهیږي، هغوي نه پوهیږي چې ښځې څومره مثبت رول لوبولی شي.

زه پخپله هم د ښځو د حقونو لپاره کار کوم او غوښتنه مې همدا ده چې ورونه دې راپاڅي او په دې لړ کښې دې کار وکړي.

ښاغلی ناصري په دې باور دی چې په ټولنه کښې به بدلون راځي خو دغه بدلون به وخت نیسي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG