لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د امریکا سره د سولی تړون وروسته 2804 بریدونه کړي، د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي


د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل د خالي - شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو لخوا شوي بریدونو کې 789 ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل د خالي - شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو لخوا شوي بریدونو کې 789 ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د فرورۍ 29مه په دوحه کې د طالبانو او امریکا د سولې د تړون د لاسلیککیدو وروسته طالبانو 2804 بریدونه کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل د خالي - شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو لخوا شوي بریدونو کې 789 ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جاوید فیصل وویل چې د ملکي خلکو د وژلو له وجې تېره اونۍ خونړۍ وه، چې د طالبانو په بریدونو کې 34 ملکي وګړي وژل شوي او 62 نور ژوبل شوي دي.

ښاغلي فیصل په ټویټر په خپل یو ټویټ کې لیکلي : " زموږ ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو (NDSF) د طالبانو بریدونه ته په بشپړ ډول ځواب ورکړی. ملي امنیت د فرورۍ له 29 راهیسې 2،737 طالبان په شمول د مشرانو او قوماندانانو وژلي یا ژوبل کړي دي . یوازې په تیره شوي اونۍ کې ملي امنیت 309 طالبان وژلي 210 یې ټپیان کړي. "

جاوید فیصل په خپل یو بل ټویټ کې لیکلي: " دولت او ملت دواړو د روژې د تقدس او تقدم په پار طالبانو ته په دې مبارکه میاشت کي د ویني توییېدني د درېدو وړاندیز وکړی. طالبانو دا وړاندیز رد او د الهی ارشاداتو او بشري ارزښتونو خلاف یې د روژې په لومړۍ شپه بیا د افغان مسلمان وینه توی کړه. دوی پر اسلام او انسانیت برابر نه دي! "

نېټو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې پر وسله والو طالبانو غږ کړی وو چې تاوتریخوالی دې زر تر زره کم او مذاکراتو ته شرایط برابر کړي. نېټو همدغه شان ویلي دي چې ټولې غاړې باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

همداراز د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليل زاد په ټویټرپه خپلو ټویټونو کې د نېټو هرکلی کړی چې "له طالبانو یې وغوښتل چې اورکم وکړي، له افغان حکومت نه یې وغوښتل چې سیاسي کړکیچ ختم کړي" .

امريکايي استازي په خپل یو ټویټ کې ویلي د امریکا او طالبانو توافقنامه د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابروي. امریکا او اتحاديان يې او نړيواله ټولنه په افغان مشرانو غږ کوي چې خپل هېواد ته لمړيتوب ورکړي.

خو طالبانو د اوربند ټینګېدو نه په انکار د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په بشپړ ډول پر پلي کیدو ټینګار کړی دی.

په قطر کې د دغه ډلې د سیاسي دفتر ویاد سهیل شاهین ویلي دي چې د دې هوکړې پلي کیدل په افغانستان کې د تل پاتې اوربند د ټینګیدو سبب کیدای شي.

طالبانو په روژه کې د افغان حکومت له لوري د اوربند خبره رد کړې ده. افغان حکومت او نورو هیله څرګنده کړې وه چې د کرونا وایرس ګواښ ته به د اوربند په حال کې غوره ځواب ورکړل شي.

افغان حکومت وايي‌ تر دې دمه یې ۵۵۰ طالب بندیان پرېښي دي‌ او ټاکل شوې چې ۹۵۰ نور طالبان به هم پرېښودل شي.

طالبانو هم 60 تنه پرېښي دي‌ چې افغان چارواکي‌ وایي یوازې 19 کسان یې افغان سرتېري وو.

د نېټو ترڅنګ، ملګرو ملتونو، او د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان هم په روژه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG