لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانانو پوښتنه:که دافغانستان پیسې په امریکایانو وېشل کیږي نو د افغانانو زیان به څوک پوره کوي؟


د افغانستان دسیاسي قیادت ترڅنګ ددغه هیواد ځايي ولس هم د امريکایي صدر جوبايډن لخوا دافغانستان دکنګل پیسو څخه دنیمایي پیسو دناین الیون دپېښې په قربانیانو د ویشلو پرېکړه يو غېر عادلانه ګام بللی او د امريکا ولسمشر څخه يې غوښتنه کړې چې په خپله دې فيصله نظرثاني وکړي.

دوئ وایي دافغانستان دغه پېسې د افغان طالبانو نه، بلکې د افغان ولس دي اؤ دا باید افغان ولس ته ستنې کړل شي۔

په جلال اباد کې مېشت نقيب احمد اتل وي او ای ډيوه ته وايي د يوولسم سپتمبر ترهګريز بريد کې افغانان نه وؤ ککړ نو بيا ولې د افغانستان شتمنې د دغې پېښې متاثرينو ته ورکول کېږي.

دی وايي بايد صدر جوبايډن خپله دغه فېصله بېرته واخلي۔

نوموړی وايي صدر بایډن په داسې حساس وخت کې په سوال جمع کړل شوې د افغانستان زيرمي دناین الیون په قربانیانو ویشل غواړي چې افغانستان د فقر په وروستۍ کرښه ولاړ دی او خلک د ځان لپاره ډوډۍ نه شي پېدا کولی.

" ګناه د افغانانو څه کړې په دې بريد کې خو ترهګرې ډلې او نور خلک شريک وؤ، د افغانانو لاس لرنه خو پکې نه ده ثابت شوې نو د دې پرېکړې مونږ غندنه کوؤ"

د فرورۍ په 11مه د صدر جو بایډن لخوا دلاس ليک شوي فرمان په اساس ټاکل شوې چې د افغانستان په امريکا کې د کنګل شويو 7 بيلينه ډالرو څخه درې اشاريه پنځه بيلينه ډالره به د سپټمبر دیوولسمې د پېښې قربانیانو ته ورکول کېږي۔

په افغانستان کې د لوګر ولایت ډاکټره ملالۍ رحيم فيضي وي او ای ډيوه ته وايي د افغانستان دغه شل کلنه جنګ کې په زرګونو خلکو ژوند د لاسه ورکړی نو پکار ده چې امريکا او اتحادي ملکونه يې اول دغه کورنيو ته جنګي تاوان ورکړي۔

"چې دغه شل کله دوئ دلته وؤ نو زمونږ په ولايتونو کې څومره جنګ ؤ، څومره خلک بې کوره شوي وؤ او څومره بچيان مړه شوي او څومره مياندې په دغه جنګ کې کونډې شوي دي، نو که څوک حقيقت وايي نو دا هم جنګي تاوان دی بايد دا تاوان اول د افغانستان خلکو ته ورکړي"

دصدر بایډن دفرمان له مخې دکنګل شوؤ پیسو پاتې 5۔3 بيلينه ډالره به په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره بيلولی شي۔

د اقتصادي چارو کار پوهه امين ستانکزی وي او ای ډيوه ته وايي د افغانستان دغه شتمنۍ د افغانیو په ارزښت کې مهم کردار لوبوي،

دی وايي دبشري مرستو لپاره ددې پېسو په استعمال کې راوستلو سره به افغانستان د اقتصادي لحاظه نور هم کمزوری شي۔

دنوموړي په وینا که د امريکا او نوره نړۍ دا فکر کوي چې افغانان د فقر، بې وزلۍ او اقتصادي بحران نه خلاص کړي نو هغوی دې ورسره مرسته وکړي۔

"دا دافغانانو د کرنسۍ او د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه ساتل شوې شتمنۍ دي، او دې نه هیڅ يوه استفاده بايد په عادي بوديجه، انکشافي بوديجه او د بشري مرستو په تړاو بايد ترسره نه شي"

د فرورۍ له 11 نيټې وروسته د ولسمشر جوبایډن دغې پرېکړي ته د افغان سیاسي قیادت اؤ ولس لخوا پراخه غبرګون ښودل شوی او په کابل او ننګرهار ولايتونو کې خلکو لاريونونه هم کړي دي۔

په کابل کې مېشت بېدار حليمي وي او ای ډيوه ته وايي که چرې د صدر جوبايډن دغه پرېکړه هم دغه شان عملي کيږي نو په افغانستان کې به د زياتې ګرانۍ له امله د دوی ستونزې نورې هم سېوا شي۔

دهغه په وینا که چرې دا کار وشي نو دا به د افغانۍ په ارزښت کمولو کې ډېر زيات رول ولوبوي او دې سره به د خوارکي توکو نرخونه ډېر پورته لاړ شي چې زور يې بيا وروسته له افغان ولس څخه وځي.

افغان طالبانو د کنګل شويو پېسو په اړه د امریکا د صدر دغه پرېکړه غندلې او دا یې د دوحې د توافقنامې په ضد بللې ده۔

څو ورځې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوې خبري غونډې په مهال ويلي وؤ چې د امريکا ولسمشر باید په خپلې پرېکړه له سره غور وکړي او ټولې کنګل شوې پیسې د افغانستان خلکو ته وسپاري۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG