په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د هېواد نه وېستل شویو افغانان کډوالو په متحده عرب اماراتو کې د غیر یقیني مستقبل په ضد دا هفته احتجاجونه کړي دي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه احتجاج کونکو افغانانو وېل چې په امریکا او نورو ملکونو کې د دوی د بیا ابادېدو عمل غیر شفافه او د سست روۍ ښکار دی.
رویټرز وايي د نهې، سه شنبې، او د ګل، دوشنبې، په ورځ په سلګونو احتجاج کونکو نعرې کولې او بېنرې يې پورته کړې وې او وېل چې د زرګونو په شمېره کې افغانان په امریکا او په نورو ملکونو کې د بیا ابادېدو په انتظار دي.
رویټرز وویل احتجاج کونکو ورسره د مظاهرې تصویران او وډیوز شریک کړل چې پکې لیدل کېږي چې مېرمنې او ماشومان په ابو ظهبي کې د کډوالو په مرکز کې احتجاج کوي. دغه مرکز د اماراتو د بشري ښار په نامه یادېږي.
یو هلک بېنر نیولی و او لیکل شوي وو پې "یو کال کافي دی."
احتجاج کونکو دا نعرې هم کولی چې "مونږ انصاف غواړوو". په یو وډیو کې لیدل کېږي چې ځینو احتجاج کونکو په سترګو پټۍ تړلې وې او " ازادي" ټکی په لیکل شوی و.
رویټرز وویل ځینو احتجاج کونکو خپل لاسو په شا تړلي وو چې د دې خبرې علامت و چې دوی د ابوظهبي د کډوالو په دغه مرکز کې لکه د زندان په شان وخت تېروي.
د رویټرز د رپورټ ترمخه یو ای ايي ویلي دا ژمنه لري چې دا یقیني کړي چې افغانان په تحفظ، امنیت او په عزت کې وخت تېر کړي.
د رویټرز ترمخه، یو افغان ورته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې یو کال تېر شو خو په حراست او په جدید زندان کې اوسېږي، د بهر تګ اجازت ورته نشته او هېڅ چا ته نه ده معلومه چې کله به په بل ملک کې په مستقل ډول اباد کړی شي.
د یو ای ایي یو چارواکي ومنله چې افغانان د مایوسۍ سره مخامخ دي او د کډوالو په امریکا او نورو ملکونو کې د ابادېدو دپاره د یو ای ايي حکومت د امریکې سفارتخانې سره په تماس کې دی.
دغه چارواکي وویل یو ای ايي نه غواړي چې په نورو ملکونو کې د افغانانو په ابادېدو کې د ضرورت نه زیات وخت ولګي.
رويټرز وویل، د امریکې د خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (نې) وویل امریکا ګوري چې کوم افغانان په امریکا کې د ابادېدو اهلیت لري او په دې لړ کې کوښښونه دوام لري چې د کره کتنې مېعار او اقدامات پوره کړی شي.
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (نې) وویل لس زره افغانان د ابو ظهبي نه امریکې ته منتقل کړی شوي دي او د یو ای ايي په همکارۍ امریکا ګوري هغه افغانان چې په امریکا کې د ابادېدو اهلیت نه لري په نورو ملکونو کې اباد کړی شي.
د فېبرورۍ په میاشت کې هم افغانانو د ابوظهبي په دغه مرکز کې احتجاج کړی و چې له امله يې د سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي د دغه مرکز دوره وکړه او رویټرز وویل افغانانو ته یې ډاډ ورکړو چې د اګست د میاشت پورې به بل کوم ملک ته منتقل کړی شي.
د رویټرز د رپورټ ترمخه امریکايي چارواکي وايي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا نه وروسته یا مخکې د راوېستل شویو ګڼ شمېر افغانانو د بیا ودانولو کېسونه پېچيده دي.
د امریکايي چارواکو ترمخه ځینې افغانان د شناخت دستاوېزات نه لري او ضرورت لري چې د بیا ابادول کېدو نه مخکې یې کره کتنه وشي او ځینې افغانان د امریکې سره څه تړون نه لري چې په سبب په امریکا یا په بل ملک کې اباد کړی شي.
رویټرز وویل یو ای ايي لکه د ځینو نورو ملکونو په شان کډوالو ته د ورتګ اجازت نه ورکوي.
امریکې ویلي یو افغان به هم مجبور نه کړی شي چې د یو ای ايي نه افغانستان ته بېرته ولېږل شي خو رویټرز وايي ځینې افغانان په یو ای ايي کې د څو میاشتو د انتظار نه وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډالو د حقونو فعالان وايي دا وخت په یو ای ايي کې چې افغانان دي پکې هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې یط د امریکايي پوځ، د امریکې حکومت، غیر ملکي امدادي ادارو او د امریکې د نورو اتحادي ملکونو سره یې کار کړی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي