لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې مېشته افغان کډوال د حکومت او طالبانو د ډزبندۍ هرکلی کوي


اشرف غنی
اشرف غنی

په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د افغان حکومت او د طالبانو لخوا د وړوکي اختر په ورځو کې د اوربند په اعلان خوشالي څرګندنه کړې ده.

په خپل ملک کې د اختر په موقع د ډز بندۍ په اړه د وي او ای ډیوې سره نظر شریکونکو افغانانو وویل که چېرې افغان حکومت او طالبان د جنګ ځپلو هېواد والو سختۍ او ستونزې په پام کې وساتلې نو امید دی چې ډز بندۍ ته به دایمي شکل ورکړي.

دغو افغانانو د افغان حکومت او طالبانو نه غوښتنه وکړه چې د امن د پاره کومه پروسه پېل شوې ده هغه دې زر ترزر پای ته ورسوي چې په افغانستان کې د تل پاتې امن وروسته په کډوالۍ مجبور ټول هېوادوال خپل وطن ته ستانه شي۔

افغانستان کې د څو هفتو خونړیو جګړو او تشدد وروسته افغان حکومت او طالبانو د اختر درې ورځو دپاره ډزبندي اعلان کړې ده.

اشرف غني د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې ټول افغان امنیتي ځواکونو ته یې د وړوکي‌اختر د خوشحالو په موقع د درې ورځو پورې د ډزبندۍ کولو هدایات ورکړي.

اشرف غني وویل چې د هغه د حکومت او د افغان ولس غوښتنه ده چې طالبان دې په مستقل او حقیقي ډول ډزبندي وکړي او د صلحې مذاکراتو ته دې کښېني۔

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ پخپل ټویټر لیکلي چې دا ډزبندي یې "هيوادوالو ته د امن او ډاډ" ماحول برابرولو دپاره اعلان کړې چې خلک پکې اختر په آرامۍ سره ولمانځي

د افغانستان ننګره ښار صوبې سره تړاو لرونکي وکيل خان چې دا وخت د خېبر پښتونخوا په جلاله کېمپ کې مېشت دی وي او ای ډيوه ته وويل که دا د درېو ورځو د پاره اوربند اعلان کړل شوی که چېری د پنځه ساعتو د پاره هم دا کار شوی وی د افغانستان په ګټه به وې۔

نوموړي دا هم وويل: " د اختر ورځي دي او که په جنګ کې طالب لګيا دې او که هغه اردو ده نو دواړه اړخه نه د افغانستان بچي مري، بايد په ګډه باندې دوئ راشي او د افغانستان د سولې د پاره يو خبره جوړه کړي، او د افغانستان د ګټې د پاره په مېز داسې يو تکې کېږدي چې نور په دغه هېود کې سوله او امن راشي او نور دا د جنګ جګړې دا خبرې د منځه لاړې شي"

په دغه کېمپ کې مېشت د بغلان يو بل کډوال سردار خان چې د مهاجرو د شورا غړی هم دی وي او ای ډيوه ته يي وويل د افغانستان نه باهر چې څومره هم کډوال دي دا ټول غواړي چې په خپل هېواد کې یې امن راشي او واپس خپل وطن ته ستنه شي۔

" دا که په خپل وطن کې امن وې نو بيا د چا څه کول چې د بل په وطن کې د محتاجۍ ورځې شپې صبا کولې، زه دا وېل غواړم کي تاجک دی، که ازبک دی، که ترکمن دی او که پښتون دی که هزاره دي که ټول دي بايد چې دوئ مشترکه کښېني او دا مسله د خبرو د لارې حل کړي، او ښه ژوند اختيار کړي لازمه نه ده چې لاس وخنه وکړي او خپل ژوند او ملک ځان ته نور خراب کړي"

په جلاله کېمپ کې مېشت د کندز ولایت محب الله وايي چې په اوربند ټول افغان کډوال خوشاله دی او غواړي چې په دغه هېواد کې تلپاتې امن راشي۔ هغه خپلو خبرو کې وي او ای ډيوه ته وويل: " بايد چې دا اوربند دايمي اوربند ته لاره هواره کړي او الله دې وکړي چې د سولې دغه خبرې چې کومې پسې روانې دي تېزي شي او دغه شان نورې غونډي وشي او دوئ کښېني دغه شان يو بل سره"

نوموړي مخکې وويل چې دا وخت حکومت هم خپل دريځ کلک نيولی او طالبانو هم خپل دريځ کلک نېولی بايد دوی يو بل ته د وګه ټېته کړي او يو بل ته د يو څه نه تېر شي نو په دولت هم مونږه دا غږ کوو چې دولت دې هم خپل دريځ نرم کړي ځکه چې د سولې چې کوم زيات بوج چې دی هغه او د جنګ چې کوم تاوان دی هغه عوام په اوږه وړي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG