لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 افغانانو سره د ایران د سلوک په ضد په کابل او هرات کې مظاهرې شوي دي


په کابل کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د احتجاج تر څنګ په لسګونه نورو افغانانو په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ مخ ته هم مظاهرې وکړي. په خوست ولایت کې هم سلګونه کسان، د ښځو په ګډون راوتلي وو او په دې اړه یې مظاهرې کړي
په کابل کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د احتجاج تر څنګ په لسګونه نورو افغانانو په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ مخ ته هم مظاهرې وکړي. په خوست ولایت کې هم سلګونه کسان، د ښځو په ګډون راوتلي وو او په دې اړه یې مظاهرې کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتلي چې په افغانستان کې دې د ایران د ډیپلوماټیکو ودانیو امنیت یقیني کړي دا په داسې حال کې چې یو شمېر افغانانو په کابل کې د ایران د سفارت ومخې ته مظاهره وکړه، د افغان کډوالو سره د ایران چلند یې ناسم وبللو او ددې غندنه یې وکړه.

په کابل کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د احتجاج تر څنګ په لسګونه نورو افغانانو په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ مخ ته هم مظاهرې وکړي.

قهرجنو مظاهره چیانو پر کونسلګرۍ تیږي اورولې، د ودانۍ ځينې ښیښې یې ماتې کړي او ودانۍ ته یې نزدې اور هم بل کړی.

بل پلو په خوست ولایت کې هم سلګونه کسان، د ښځو په ګډون راوتلي وو او په دې اړه یې مظاهرې کړي.

ایران د افغانستان لپاره په خپلو استازولیو کې د کونسلګرۍ کارونه ځنډولي او همداراز د تیرې ورځې قهرجنو مظاهرو په غبرګون کې په ایران کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.

د اعلامیې له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې مدیر له افغان شارژدافیر څخه په هرات کې د دوی پر کونسلګري د تیري ورځې د برید د عاملینو سره د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

له هغه وروسته چې په ایران کې د افغان کډوالو سره د مبینه زور زیاتي په اړه پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر تصویرونه او ویدیوګانې خپرې شوې، یو شمېر افغانانو یې په اړه سخت غبرګونونه وښودل او ایران یې د کډوالو سره په زور زیاتي تورن کړ.

په کابل کې د ایران سفارت د افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو لخوا د ناوړه چلند په اړه خپاره شوي معلومات بې اساسه او ناسم بللي دي. د ایران سفارت په خپل رسمي ټویټر کې دا ډول ویدیوګانو او خبرونو خپرول د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د «فتنې» او «دسیسې» د رامنځته کولو هڅه بللې وه.

په همدې ترڅ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره لیدلي او په دې اړه یې ورته خپله خواشیني څرګنده کړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ایران له سفیر څخه وغوښتل چې د خپل هېواد مشرتابه ته په ایران کې د افغان کډوالوسره د زور زیاتي د راپورونو په اړه د طالبانو د حکومت اندېښنه ورسوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG