لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: طالبان ترخپل واک لاندې سیمو کې د بشري حقوقونو سرغړونی کوي


.
.

افغان حکومت وايي دطالبانو ترواک لاندې سیمو کې عام ولسي خلک د ژوند ټولو سهولتونوڅخه بې برخي دي.

طلبانو ترواک لاندې سیمو کې دعامو ولسي خلکو د ژوند په تړاو دامریکا په پلازمینې واشنګټن کې د څیړنیز ادارې په نظرپوښتنه کې راغلي دطالبان دتعلیم کیفیت له پامله غورځولی او انجونو ته یوازې تر۶ ټولګي دزده کړو اجازه ورکوي.

په څیړنه کې راغلي چې په هغو سیمو چې طالبان واکمن دي د روغتیايي خدماتو کچه ټیټه ده او له همدې امله د یوه انسان ژوند په کې دمرګ له ګواښ سره مخامخ وي.

په دې راپور کې داهم ویلي شوي چې دطالبانو په دریځ کې له هرپلوه دتی په ترتله نرمښت راغلی خو بیا هم ترهغې کچه نه دی چې ولسي خلک دې په کې پرمختګ وکړي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند مرستیال لطیف محمود امریکا غږ ډیوې وايي افغان حکومت ژمند دی چې دمتوازن انکشاف پربنسټ ټولو افغانانو ته د برابرپرمختګ زمینه برابره کړي خوطالبان ددې پرمختګونو مانع ګرځیدلي او ولسي خلک په دې سیمو کې عامه خدمتونوته ته لاس رسی نه لري.

ویاند مرستیال وايي داساسي قانون داحکامو سره سم دافغانستان حکومت مکلف دی چې د افغانستان ګوډ ګوډ ته متوازن انکشاف، تعلم ،صحت او په ټولو برخو کې خلکو ته دژوند د پرمختګ هغه زمینې برابره کړي چې په اساسي قانون کې وړاندویینه شوې ده.

هغه وویل:((متاسفانه په هغو سیمو کې چې مخالفین حاکمیت لري حقوق بشرنقضوي او هغو حقوقوته چې باید ولسي خلک لاس رسی ولري دوی دهغې مانع ګرځي خو افغان حکومت په دې باور دی چې دافغانستان هرې برخې ته اساسي خدمات ورسوي.))

دپوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت دطالبانو ترواک لاندې سیمو کې دښونځیو دفعالیت په اړه ډیوې ته وویل هلته دافغان ماشومانو تعلیم او تربیه په خاص شکل دوام لري.

نوموړی وايي د افغانستان په زیات شمیرسیمو دبیلګې په توګه په کندزو کاپییسا او یوشیمر نورو ولایتونو کې دماشومانوپه ښوونځیوباندې دسیمې له خلکو سره په ګډه دطالبانو لخوا څارنه کیږي اومخالفین دښونځویو له فعالیت سره هیڅ ډول مخالفت نه لري.

نزهت وايي د دولت وسله وال مخالفین دسیمې ییزې شوراکانو په همکارۍ ترخپل واک ولاندې سیمو کې زمونږ په ښونځیو څارنه کوي او ځیني وخت کورنی هڅوی چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولیږي دبلګې په توګه په کندز کاپیسا او یوشمیر نورو ولایتونو کې مونږ هیڅ تړل شوی ښوونځی نه لرو او موانع یې نه دي رامنځته کړي.

دپوهې وزارت ویاندې زیاته کړه دهیواد په یوشمیر ولایتونو کې نا امني او ناسمورواجونوله امله نجونو ته تر۶ ټولګې د زده کړو اجازه ورکول کیږي او دا دطالبانو له مخالفت سره تړاو نه لري.

هغې وویل دپوهنې وزارت د وسله وال وطالبانو او دسیمې دخلکو په همکارۍ د دې ستونزې دهواري ډاډ ترلاسه کړی دی.

دپوهنې وزارت ویاندې له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې دطالبانو ترواک لاندې سیمو په ښونځیوکې د تعلیمي نصاب د تدریس په تړاو وویل.

((دطالبانو او دحکومت ترواک لاندې دسیموپه ښوونځیو کې یوشان نصاب تدرییس کېږي د ښونځیود تعلیم کیفیت د ښوونکو په مسلکي توب اودښوونکو په حاضري پورې اړه لري اود طالبانو ترواک لاندې سیمو ښونځیو ته زیات وخت ښوونکي له تلو سره مخالفیت ښودلی خو ځیني وخت طالبانو همدې ښوونکو ته توصیه کړې ده او ابلاخیره دا ستونزه هواره شوې ده))

دپوهنې وزارت ویلي دامهال ۴۰۰ ښوونځي چې۵۰ فیصده یې د نجونودي،په ټول افغانستان کې دروانې جګړې،دسیمې دخلکو د ناوړه راجونواوهغه کوچنی ستونزې چې اړوند وزارت کې شتون لري له امله یې تړلي دي.

دې وزارت امریکا غږ ډیوې ته ویلي په افغانستان کې۳ اعشاره ۷ ملیونه ماشومان چې ۲ اعشاره۲ میلیونه په کې نجونې دي له زده کړو بې برخي پاتې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG