لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عراق کې د اړي ګړي وروسته ايران د عراق سره پولې تړلي او پروازونه يې معطل کړي


 د خبرونو د مخه د الصدر د پرېکړې په غبرګون کې د هغه پلويانو تشدد پيل کړی او سرکاري هسپتالونه ميډيا ته وايي په دې پېښو کې نزدې 20 تنه وژل شوي او ګڼ شمېر خلک ټپيان شوي دي
 د خبرونو د مخه د الصدر د پرېکړې په غبرګون کې د هغه پلويانو تشدد پيل کړی او سرکاري هسپتالونه ميډيا ته وايي په دې پېښو کې نزدې 20 تنه وژل شوي او ګڼ شمېر خلک ټپيان شوي دي

‎​ايران د ګاونډي هېواد عراق سره خپلې مزکنۍ پولې تړلي او د هوايي جهازونو پروازونه يې معطل کړي دي.

ایران دغه ګامونه په عراق کې د اړي کړي شروع کېدو وروسته اخیستي دي.

په بغداد کې د با اثره شيعه ديني او سياسي مشر مقتدا الصدر سياست نه د لاس په سر کېدلو اعلان وروسته په عراق کې تشدد شروع شوی دی.

د خبرونو د مخه د الصدر د پرېکړې په غبرګون کې د هغه پلويانو تشدد پيل کړی او سرکاري هسپتالونه ميډيا ته وايي په دې پېښو کې نزدې 20 تنه وژل شوي او ګڼ شمېر خلک ټپيان شوي دي.

د عراق پوځي چارواکي وايي د مقتدا الصدر د پلويانو لخوا په پوځي لحاظ د ټولو محفوظ ځای ګرين زون څلور توغندي ويشتل شوي چې د عراقي حکومت مستقيم ځای ناستی بلل کيږي. په ياده سيمه کې تېره شپه د عراقي امنيتي ځواکونو او د الصدر د وسله والې ډلې په منځ کې مرګونې اينښتې هم شوي دي.

د ايران سرکاري ټيليويژن په سيمه کې د ناارامۍ خبرونه خواره کړي او وايي هم دغه وجه ده چې حالاتو ايران دې ته اړباسلی چې د عراق سره خپلې پولې وتړي.

مقتدا الصدر
مقتدا الصدر

د ايران حکومت ايراني وګړو ته خبرداری ورکړی چې د عراق د سفر نه دې ډډه وکړي او هغه ايراني زايرينو ته يې خصوصي هدايات ورکړي چې د عراق دننه دې چې د ښارونو تر منځ تګ راتګ نه دې ځان وساتي او زيارتونو ته تګ دې سملاسي ودروي.

دا فيصله په داسې وخت کې راغلې چې په ميلينونو ايرانيان لکه د هر کال په رنګ په عراق کې د شيعه ګانو مقدسو زيارتونو ته د تګ د پاره تيارۍ نيسي.

البته کويت خپل هغه وطنوالو ته چې په ګاونډې ملک عراق کې دي ژر تر ژره د وتلو حکم کړی او د کويت سرکاري ميډيا وايي حکومت هغه کويتيانو ته چې د عراق د سفر نيت لري د تګ د ځنډولو پاسلونه کړې ده ځکه چې د بيلا بيلو شيعه ډلو په منځ کې د عراق په سړکونو او کوڅو کې تشدد روان دی.

کويت چې د ابادۍ په لحاظ يو وړوکی عربي هېواد دی د عراق سره نزدې 254 کيلوميټره شريکه پوله لري.

د اماراتو يو اتحادي هېواد دوبۍ هم د زيارت په ورځ د عراق سره د هوايي پروازونو لړۍ ودرولې ده او هوايي شرکت يې وايي د حالاتو جاج اخلي خو دا يې نه دي ويلي کله به بيا د پروازونو لرۍ پيلوي.

د عراق پوځي چارواکو دهغه وخت نه په ټول ملک کې کرفيو اعلان کړې کله نه چې مقتدا الصدر استعفا ورکړې او د اختيار نه بيل شوی دی. د عبوري حکومت وزير اعظم تشدد ته په غبرګون کې کابينه معطل کړې او د هسپتالونو چارواکي وايي په ګولو لګېدلي او د اوښکو بيونکو ګېسونو ښکار شوي زخميان ورته راوړل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG