لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: حماس د یرغمالیانو خوشې کولو لپاره د امریکې د مذاکراتو وړاندیز منلی دی


د فلسطین د وسله والې ډلې حماس یوې لوړ پوړې سرچینې رایټرز خبري اژانس ته ویلي حماس د اسرایلي یرغمالیانو د خلاصون لپاره د خبرو اترو پېل کولو په اړه د امریکې وړاندیز منلی دی.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي د حماس وسله واله ډله له خپلې دې غوښتنې تېره شوې ده چې اسرایل په تړون له لاسلیک کولو نه وړاندې باید په مستقله توګه د اوربند ژمنه وکړي اؤ د اوربند د وړومبي پړاؤ په شپږو اوونیو کې دې ددې مقصد ترلاسه کولو لپاره خبرو ته غاړه کښیږدي.

د نړیوال کچ د منځګړتوب د روانو هڅو سره د نزدې تړاؤ لرونکي یو فلسطیني چارواکي وینا ده چې که اسرایل دې وړاندیز ته غاړه ږدي اؤ د څرنګوالي په اړه یې یوه داسې معاهده کیدای شي چې له امله یې د اسرایل اؤ حماس تر منځ د نهو میاشتو نه روانه جګړه پاي ته ورسیږي.

حماس غوښتنه لري چې اسرایل دې بشپړ اوربند وکړي اؤ خپل ځواکونه دې د غزې څخه وباسي خو د اسرایل وزیراعظم پرله پسې وایي چې د حماس تر بشپړې خاتمې به اوربند نه کیږي.

د اسرایل د مذاکراتي ډلې یوې سرچینې د نوم نه ښکاره کولو په شرط رایټرز ته ویلي چې اوس تړون ته د رسېدلو ریښتونې موقعه ده، دا د نهو میاشتو راهسې د روانې جګړې په اړه د اسرایل د هغه زوړ دریځ نه بیخي جلا خبره چې ویل یې د حماس شرطونه د منلو نه دي.

د اسرایلي وزیراعظم بن یامین نتین یاهو ویاند په دې اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته په سمدستي توګه څه ځواب نه دی ویلی.

نیتن یاهو د جمعې په ورځ ویلي وؤ چې د اسرایل د استخباراتي شبکې مشر په قطر کې د ثالثانو سره له ابتدایي خبرو وروسته بېرته راستون شوی اؤ دا خبرې اترې به راتلونکې اوونۍ کې هم دوامداره پاتې شي.

د حماس جلا وطنه مشران دا مهال په دوحه کې میشت دي.

په غزې کې د اوربند اؤ د یرغمالیانو د خوشې کولو لپاره هڅو کې د تېرو څو ورځو راپدیخوا د امریکې ، اسرایل اؤ قطر تر منځ د ډپلوماسۍ په نتیجه کې چټکتیا رامنځته شوې ده.

د غزې د صحت محکمې د چارواکو له مخې د نهو میاشتو نه روانه دې جګړه کې تر اوسه د اسرایلي ځواکونو بریدونو کې ۳۸۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي .

د اسرایل وینا ده چې په ۷م اکتوبر د حماس له لوري شوې حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وؤ اؤ د حماس وسله والو د ځان سره ۲۵۰ پورې کسان یرغمال کړي اؤ غزې ته یې تښتولي وؤ.

یوې سیمه ییزې سرچینې رایټرز ته ویلي چې امریکایي انتظامیه نومبر کې د کیدونکو صدارتي ټاکنو نه وړاندې یوې معاهدې ته د رسېدو لپاره کوټلې هڅې کوي.

(ددې رپورټ معلومات له رایټرز څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG