لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ویلي په سیاسي توګه زورول کېږي


ډانلډ ټرمپ وویل د واک من ډېموکرېټک پارټۍ د ګس (چپ لاس) انتها پسند غړي نه غواړي چې هغه د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې برخه واخلي. هغه وویل داسې قسم کارونه د دنيا په وروسته پاتې ملکونو کې کېږي
ډانلډ ټرمپ وویل د واک من ډېموکرېټک پارټۍ د ګس (چپ لاس) انتها پسند غړي نه غواړي چې هغه د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې برخه واخلي. هغه وویل داسې قسم کارونه د دنيا په وروسته پاتې ملکونو کې کېږي

د هغه په کور د وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ای د چاپې وروسته د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دعوه کړې ده په سياسي توګه زورول کيږي.

اېف بي ای د ګل، دوشنبې، په ورځ په فلورېډا ریاست کې ټرمپ په مارا لاګو کور چاپه ووهله.

د وي او ای د رپورټ وايي داسې ښکاري چې د ټرمپ په کور د اېف بي ای چاپه د هغه تحقیقاتو برخه ده چې معلومه کړي چې د صدارت د ختمېدو نه پس ایا ډانلډ ټرمپ خفیه حکومتي دستاوېزات د حکومت مخافظ خانې ته د ورکولو په ځای په کور کې ساتلي وو؟

داسې ښکاري چې ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاباتو کې بیا برخه د اخیستلو اراده لري.

د هغه په کور د چاپي وروسته او د ممکنه صدارتي انتخاب دپاره د چندې جمع کولو دپاره په یو ايمېل کې ډانلډ ټرمپ وویل د هغه مخالفین چې ګوري چې د هغه حمایتي امیدوارانو درنې ګټې ترلاسه کړي او په نظر پوښتنو کې خلک د هغه ملاتړ څرګندوي نو دوی کوښښ کوي چې ریپبلېکن پارټي او ما بیا وردوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په مار لاګو د چاپې وارنټ د وفاقي عدالت یو جج دسختط کړی و او وایټ هاوس ویلي د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ صدر جوبایډن د مطبوعاتو د خبرونو نه د ټرمپ په کور د چاپې نه خبر شو.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرېن جین پېیر وویل وایټ هاوس ته د وړاندې نه د اېف بي ای د چاپې په اړه څه علم نه و، صدر بایډن د صدر په توګه د منتخب کېدو نه وړاندې راهسې ویلي چې د انصاف وزارت په خپل واکه ډول تحقیقات کوي هغه د قانون په عملدارۍ یقین کوي

د وي او ای رپورټ وايي د اېف بي ای غیر معمولي چاپه د پخواني صدر په اړه په تحقیقاتو کې اضافه څرګندوي.
د سږ کال په شروع کې نېشنل ارکایوز یا قومي محافظ خاني کانګرس ته اصلاع ورکړه چې د مارا لاګو نه یې د وایټ هاوس د دستاوېزاتو ۱۵ صندوقونه ترلاسه کړي چې پکې خفیه مواد هم شامل دي.

د کال ۱۹۷۸ د پرېزېډېنشل رېکارډز اېکټ نومې قانون دلاندې د صدرانو ټول سرکاري دستاوېزات د حکومت ملکیت دي. د قانون مقصد چې دا دی چې صدارتي کاغذونه د امریکي د ولس ملکیت وي نه چې هغو خلکو چې د هېواد د رهنما په توګه یې خدمات ترسره کړي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ګل، دوشنبې، په ورځ په فلورېډا کې د سمندر په ساحل د ټرمپ په کور د چاپي په مهال د اېف بي ای چارواکو یو دفتر ولټولو او یو صندوق یې خلاص کړو او د ځان سره یې نور داسې دستاوېزات یوړل چې د جنورۍ په میاشت کې قومي محافظ خاني ته نه وو ورکړی شوي.

ټرمپ په چاپه ټوکې وکړې او په یو بیان کې یې وویل "د زمونږ د قام دپاره د تیارو وختونه دي زما ښکلی کور مارالاګو په پام بيچ فلورېډا کې دا وخت د محاصرې دلاندې دی، چاپه پې وهل شوې او د اېف بي ای اېجنټانو د یوې ډلې قبضه کړی دی
ټرمپ وویل د دې په شان سلوک هېڅ کله هم د بل امریکايي صدر سره نه دی شوی."

هغه د اېف بي ای چاپه د حکومتي وکیل د دفتر نامناسب چلند وبللو او ويې وېل د انصاف نظام د الې په شان استعمال شوی دی.

ډانلډ ټرمپ وویل د واک من ډېموکرېټک پارټۍ د ګس (چپ لاس) انتها پسند غړي نه غواړي چې هغه د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې برخه واخلي. هغه وویل داسې قسم کارونه د دنيا په وروسته پاتې ملکونو کې کېږي. هغه وویل امریکا هم په دغو ملکونو کې شامله شوي او د کرپشن داسې حد ته رسېدلی ده چې مخکې نه دی لیدل شوی.

د وي او ای رپورټ وايي ټرمپ اوس هم د ريپبلېکن پارټۍ د بنیادي غړو حمایت لري خو د ګوند ځینو رهبرانو اراده څرګنده کړې ده چې په اینده صدارتي انتخاب کې د امیدوارانو په څېر د ودرېدو اراده لري.

د رپورټ ترمخه د انصاف وزارت په دي اړه هم تحقیقات کوي چې ایا تېر کال د کانګرس په ودانۍ د هغه د پلویانو په یرغل کې ډانلډ ټرمپ هم څه لاس لرلو او که نا؟

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو کېن برېډماېیر او پېټسي کسواره د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG