د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل د افغانستان په واکمن طالبانو غږ کړی چې ښځې او سړي په سزا کې په درو وهل دې په سمدستي ډول بند کړي.
د جنوبي اېشیا دپاره د اېمېنسټي انټرنېشنلچارواکي سمېرا حامدي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ادارې په وېب پاڼه شایع شوي بیان کې وویل طالبان دې په فوري توګع او بغیر د څه شرط نه خلک په درو د وهلو "مجرمانه" عمل ودروي او په رسمي ډول دې د عدليي نظام قایم کړي.
په بیان کې په نړیوالې ټولنې هم غږ شوی چې په طالبانو فشار راوړي چې "ظالمانه، غیر انساني او بې احترامه کونکي سزاګانې" ختمې کړي.
د اېمېنسټي په بیان د طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو دا هفته د طالبانو د حکومت سترې محکمې د ټوېټر دلارې وویل چې د يو شمېر ولسواليو عدالتونو 14 تنو ته چې درې زنانه هم پکې شاملې دي د غلا، جنسي فعل او د نورو فسادونو په تور د خلکو په موجودګۍ کې تعزيري سزاګانې ورکړي او په درو وهل شوي دي.
طالب چارواکو ويلي، چې 20 کاله وروسته دا لومړی ځل دی چې د جرمونو په سر د عامو خلکو په موجودګۍ کې شرعي سزاګانې ورکړل شوې.
د اېمنېسټي انټرنېشنل ترڅنګ، په افغانستان کې د مېرمنو او د انساني حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیر هم د طالبانو د ورستیو سزاګانو غندنه کړې.
رینا امیري د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې د طالبانو سزاګانې "بوږنونکي او خطرناکې" دي او دنیا ته څرګندوي چې طالبان د ماضي خپلې تګلارو ته بیا غاړه ورکوي.
طالبانو خلکو ته د درو سزاګانې په داسې حال کې ورکړې چې دا میاشت د طالبانو مشر هېب الله اخونزاده د طالبانو قاضیانو ته امر وکړو چې د شریعت سزاګانې عملي کړي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د ملا هېب الله اخوانزاده د امر نه وروسته لږ تر لږه په دوو ولایتونو کې د جنسي عمل، د غلا، د شرابو په څښلو، د بغاوت او د مرتد کېدو په الزاماتو خلکو ته د درو سزاګانې ورکړي دي.
دوه هفتې مخکې د طالبانو سپریم کورټ وویل چې په تخار ولایت کې د نهو ښځو په شمول 19 کسان د جنسي فعل، غلا او کور نه د تښتېدو په الزام په درو وهل شوي دي. هر تن په درو 39 ځله وهل شوی و.
د انساني حقونو تنظیمونه وايی تېر کال افغانستان نه د امریکې په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته طالبانو په ښځو بندیزونه لګولي دي او د انساني حقونو خلاف ورزۍ کوي.
طالبان د خپلو اقداماتو دفاع کوي، وايي دا اسلام او د افغانستان ثقافت سره سمون خوري.
د طالبانو د ورستیو سزاګانو په اړه د اېمېنسټي انټرنېشنل چارواکي سمېرا حامدي وویل چې طالبانو د انساني حقونو د خلاف ورزو په اړه په پراخه کچه تنقید نظرانداز کړی دی او تګلارې يې 30 کاله وړاندې د دوی د واکمنۍ عکاسي کوي.