لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمرستو نړیوالې ادارې پاکستان کې داقتصادي ودې د کمي، ګرانۍ او بې کارۍ د زياتېدو اندېښنې ښودلي


د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخواني وزیر حفيظ پاشا وايي په پاکستان کې د وروستيو سېلابونو داغېزو په پام کې دنیولو په اساس هغه ویلي شي چې سږکال به د پاکستان داقتصادي ودې کچه 1.5 فيصدي وي او نوموړی د هېواد دننه روان کال کې د ګرانۍ تر 24 فيصدي پورې د رسېدو امکان ښايي
د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخواني وزیر حفيظ پاشا وايي په پاکستان کې د وروستيو سېلابونو داغېزو په پام کې دنیولو په اساس هغه ویلي شي چې سږکال به د پاکستان داقتصادي ودې کچه 1.5 فيصدي وي او نوموړی د هېواد دننه روان کال کې د ګرانۍ تر 24 فيصدي پورې د رسېدو امکان ښايي

نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف ورلډ اکنامک اوټ لک رپورټ جارى کړی چې پکې د نړۍ د نورو هیوادونو ترڅنګ په پاکستان کې هم د روان مالي کال په مهال د اقتصادي ودې د کمي، ګرانۍ او بې کارۍ د زياتېدو اندېښنې ښودل شوي دي.

د مرستو دنړیوالې مالياتي ادارې په دې تازه رپورټ کې ويل شوي چې سږکال به په پاکستان کې ګراني نزدې 20 فيصدي وي اود اقتصادي ودې د کچې تر 3.5 پورې د پاتې کيدو اټکل دی.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان د پاکستان داقتصاد ددې نه هم خراب انځور وړاندې کوي او وايي امکان دی چې ګراني به 24 فيصدي ته لوړه شي اود بې رزوګأرۍ کچه هم تر 8 فيصدي پورې رسېدای شي.

د نړیوالې مالياتي ادارې په رپورټ کې ویل شوي چې روان مالي کال کې به د پاکستان دننه د ګرانۍ دکچې تر 19.9 فيصدى پورې د پاتې کيدو امکان دی، دا کچه د تېر مالي کال دوران کې 12.1 فيصدي رېکارډ شوې وه.

دې رپورټ کې د پاکستان د پېدا وار یا اقتصادي ودې تر 3.5 فيصدي پورې د پاتې کيدو او په هېواد کې سږني کال لپاره د بې کارۍ د کچې تر 6.4 پورې د رسېدو اټکل شوی.

ښکاره دې وي چې تېر مالي کال د پاکستان د اقتصاد وده 6 فيصدى رېکارډ کړی شوې وه او د بې روزګارې کچه 6.2 رېکارډ کړی شوې وه.

نړیوالې مالياتي ادارې روان کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې د ټيټې پاتې کيدو او ګرانۍ د لا سېوا کېدو دا اټکلونه په داسې حال کې کړي چې د هېواد اقتصاد له وړاندې څخه د خراب حال نه تېرېږي او د حکومت د ابتدايي شمېرو ترمخه وروستیو سېلابونو د هېواد اقتصاد ته نزدې 30 ارب ډالره نقصان اړولی دی.

نړیوالې مالياتي ادارې د راتلونکي کال لپاره نړیواله اقتصادي وده تر 2.7 فيصدى پورې ټيټه کړې او اقتصاد پوهانو د ځینو هېوادونو د دېواليه کېدو وېره څرګنده کړې.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخواني وزیر حفيظ پاشا ډيوه سره په دې رپورټ خپله تجزیه کې وايي په پاکستان کې د وروستيو سېلابونو داغېزو په پام کې دنیولو په اساس هغه ویلي شي چې سږکال به د پاکستان داقتصادي ودې کچه 1.5 فيصدي وي او نوموړی د هېواد دننه روان کال کې د ګرانۍ تر 24 فيصدي پورې د رسېدو امکان ښايي.

هغه وايي زمونږ د اندازو ترمخه د راغلو سېلابونو له کبله د هېواد دننه سږکال د بې روزګارې کچه تر 8 پورې رسېدای شي.

هغه وايي په پاکستان کې د مخکې نه نزدې 60 لکه خلک بې روزګاره دي.

نوموړی د پاکستان په اقتصاد د اغېزو په اړه وايي ايي ایم ایف په خپله ویلي دي چې په پاکستان کې د بد اقتصادي وضعیت او په ګرانۍ کې د پرله پسې اضافې له امله خلک په احتجاج لاس پورې کولی شي.

اخوا د پاکستان مرکزي بینک ویلي چي د ستمبر په مياشت کې د بهرنیو هیوادونو څخه دپاکستانيانو لخوا هېواد ته لېږدل شوي ترسيلات 2 اربه، 40 کروړه ډالرو ته کم شوي.

تېر اګست مياشتې کې پاکستان ته د بهر څخه 2 اربه، 72 کروړه ډالره ترسيلات لېږدل شوي وو.

د نړیوالې مالياتي ادارې په دې ورلډ اکنامک اوټ لک رپورټ کې ویل شوي چې سږکال د پاکستان د جاري کهاتې خسارې د 2.5 پورې د پاتې کېدو امکان دی. تېر کال دا کچه 4.6 فيصدي رېکارډ شوې وه.

نړیوالې مالياتي ادارې وېلي په اوکراین کې د روسیې د مداخلت له کبله د نړيوال معیشتونو د ودې کچه هم ټيټه پاتې کېدی شي.

اسلام اباد کې د څېړنيز ادارې اېس ډي پي اي د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر عابد قيوم سلهري ډيوه ته وايي ايي ایم ایف په ټوله نړۍ کې د اقتصادي ودې د کمي او د توانايۍ په بېعو کې د اضافې اټکل کوي.

هغه وایي د اوکراین جنګ له کبله په ټوله نړۍ کې د اقتصادي جمود او کساد بازارۍ خطره ده او په دې کې که د وروستي سېلاب اغېزې شاملې کړی شي نو بيا ددې بد اثرات په پاکستان زيات کېدای شي.

هغه وايي پاکستان د نړۍ نه جدا ملک نه دی او کله چې په ټوله نړۍ کې اقتصادي وده کمېږي او ګراني سېوا کېږي نو د هغې بدې اغېزې به ارومرو د پاکستان په اقتصاد کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG