د اتوار/ یکشنبې په ورځ غزه ته د جنوبي اسرایل په لار امدادي ټرکونه داخل شوي. د دغې نوې لار په سر د مصر سره لوظنامه شوې ځکه چې اسرایل د رفح فلسطین غاړې ته لار د روانې میاشتې د شوور راهسې تړلې. خو تر اوسه دا نه وه په ډاګه چې ایا امدادي ډلې به د روانې جګړې د لاسه وکړی شي چې په دغه لار لاړ شي.
مصر د رفح خپل اړخ د لارې پرانستو نه تر هغې انکار کړی تر څو چې د غزه د غاړې کنټرول فلسطیني ادارې ته وه نه سپارل شي. خو اوس مصر دې ته غاړه اېښودې چې په عارضي توګه دغه امدادي ټرکونه د اسرایل کرم ابو سالم پولې ته پرېږدي، کومه چې غزه ته د امدادي سامانونو لیږلو مهمه لار ده.
د امریکا صدر جو باېډن او د مصر صدر عبدالفتح السیسي تر منځه په ټېلیفون د خبرو وروسته مصر دغې کار ته غاړه اېښودې.
خو دغه سرحدي لار تر ډیره د کارولو نه ده ځکه نژدې په رفح کې د اسرایلي عملیاتو د لاسه جګړه روانه ده. اسرایل ویلي چې دوي په سلګونو امدادي ټرکونه غزه ته داخلیدو ته پرېښودي، خو د ملګرو ملتونو امدادي ادارې وايي په دغه لارو امدادي سامان رسول د خطره ډک دي.
د اسرایل او حماس تر منځه روانې جګړې اته میاشتې وشوې او تراوسه په دغه جګړه کې د غزه د صحت وزارت تر مخه ۳۵۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي.
د غزه د صحت وزارت په خپلو شمېرو کې د عامو خلکو او حماس جنګیالو تر منځه توپیر نه کوي. د غزه د ۲.۳ میلینه (۲۳ لکه) ابادۍ نژدې ۸۰ فیصده ابادۍ خپل کورونه پرېښودي او د ملګرو ملتونو د چارواکو تر مخه په غزه کې په لویه کچه لوږه خوره شوې او خلک د قحط سره مخ دي.
د اسرایل او حماس تر منځه دغه جګړه د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل کې داخلیدو او هلته ۱۲۰۰ اسرایلیان چې زیاتره یې عام خلک وو وژلو او د ۲۵۰ نه زیاتو د ځان سره تښتولو وروسته پېل شوې. د حماس وسله وال لا هم د ځان سره د ۱۰۰ نه زیات اسرایلي یرغمالیان لري.
د مصر سرکاري ټي وي چېنل القاهره د اتوار/ یکشنبې په ورځ داسې ویډیو ګانې خپرې کړي چې وايي امدادي ټرکونه د کرم ابوسالم په لار غزه ته داخلیږي.
په سینايي ټاپو کې د مصر هلال احمر امدادي ادارې مشر خالد زېد چې د مصر د خوا نه رفح ته د امدادي سامانونو لیږلو د کار مشري کوي، اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته ویلي چې د اتوار په ورځ د امدادي سامانونو ۲۰۰ ټرکونه او څلور د تیلو ټېنکرې غزه ته د تلو لپاره تیارې دي. خو تراوسه دا نه ده معلومه چې ملګري ملتونه به دغه امدادي سامان ترلاسه کړي او که نه.
د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې نه اخستل شوي.
Forum