لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وايي د ملايشيا بې درکه شوې الوتکه د سمندر په تل کې مالوميږي


د اتوار په ورځ د بې درکې شوې الوتکې د لټون عمل د تيرې جوړېدو له کبله ودرول شوی ؤ ، او نن د گل په ورځ بيا شورو کړی شوی دی .
د اتوار په ورځ د بې درکې شوې الوتکې د لټون عمل د تيرې جوړېدو له کبله ودرول شوی ؤ ، او نن د گل په ورځ بيا شورو کړی شوی دی .

د ملايشيا د مسافرو الوتکه چې تېره ورځ د انډونيشيا د سورابايا ښار نه سنگاپور ته په هوا وه او د املي سره پکې ټول ۱۶۲ کسان سواره و ، او بې درکه شوې ده ، چارواکو وئيلي امکان دی چې دغه الوتکه د سمندر په تل کې پرته وي .

د ملايشيا د بې درکې الوتکې په لټون کې بوخت د انډونيشيا د ادارې مشر بامبانگ سوئليسټيو امکان څرگند کړی دی چې ٫٫ ايئرايشيا ٬٬ الوتکه په ممکنه توگه د سمندر په تل پرته ده .

نوموړي دغه خبره نن د گل په ورځ جکارته کې مطبوعاتو سره د خبرو په مهال کړې ده او وئيلي يي دي دغه ايئربس الوتکه چې پکې ۱۶۲ کسان سواره وو ، د دغې الوتکې په اړه خيال کيږي چې د انډونيشيا په سمندر جاوا کې غورځېدلې او تباه شوې ده .

د اتوار په ورځ د بې درکې شوې الوتکې د لټون عمل د تيرې جوړېدو له کبله ودرول شوی ؤ ، او نن د گل په ورځ بيا شورو کړی شوی دی .

د الوتکې د لټون په کار کې جهازونه ، کشتۍ او هيلي کاپټرې برخه اخلي ، او د امريکې په گډون څو هېوادونو د لټون په کار د مرستې کولو هم وئيلي دي .

راپورونه وايي د بې درکه شوې الوتکې پائيلټ ايئر ټريفک کنټرو ل ته د موسم د خرابۍ له کبله د جهاز نور ۱۸۰۰ ميټره اوچتولو وئيلي ؤ .

خو د انډونيشيا د ټرانسپورټ وزارت يو چارواکي وئيلي کنټرولر پائيلټ ته د دغسې کولو اجازت ځکه نه ؤ ورکړی چې په دغې وخت يوه بله الوتکه هم په دغې ځايې په پرواز وه . او د دغو خبرو وروستو ائيرټرېفک کنټرول ته د الوتکې نه هيڅ قسمه خبر نه دی رارسېدلی .

د ايئرانډونيشيا کمپنۍ چې الوتکه يي بې درکه شوې ده چيف ايگزيکټيو افسر ټوني فرنېنډس مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، چې څه شوي دي مونږ پرې غمژن يو ، خو د تحقيقاتو پورې به صبر کوؤ چې رښتيا مخې ته راشي چې څه شوي دي .

الوتکه کې سورو مسافرو کې ۱۴۹ د انډونيشيا ، درې د جنوبي کوريا او يو يو تعلق د برطانيي ، ملايشيا او سنگاپور سره وو ، چې پکې ماشومان هم شامل دي . د الوتکې په اووه ؤ کارمندانو کې د شپږو تعلق د انډونيشيا او مرستيال پائيلټ يي د فرانس وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG