لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لیبیا المگراهي ساه ورکړه


لاکربي کې س تباه شوې جهاز ملبه پرته ده
لاکربي کې س تباه شوې جهاز ملبه پرته ده

په کال ١٩٨٨ کې د امریکائي کمپنۍ د مسافرو په هوائي جهاز کې د بم کیښودو په الزام کې سزا شوی لیبیائي کس عبدالباسط المگرائي د کینسر په مرض ژوند دلاسه ورکړی دی.

د المگرائي د کورنۍ غړو وئیلي هغه د اتوار په ورځ خپل کور کې د ٦٠ ؤ کالو په عمر کې ساه ورکړې ده. المگرائي یواځنی کس وو چې په کال ١٩٨٦ کې ورته د امریکې پین ایم هوائي کمپنۍ جهاز کې د بم کیښودو په الزام کې سزا شوی وو.

په جهاز کې د بم خلاصیدو په نتیجه کې ٢٧٠ کسان مړه شوې وو. جهاز کې بم د سکالینډ لاکربي ښار د پاسه خلاص شوی وو او په مزکه هم ١١ کسان وژل شوې وو.

د سکالینډ عدالت په کال ٢٠٠١ کې المگرائي ته د عمر قید سزا ورکړې وه. هغه اته کاله سزا تیره کړې وه چې په کال ٢٠٠٩ کې د کینسر د ناروغۍ په وجه د انساني همدردۍ په بنیاد ازاد کړی شو. د هغه د زادیدو په وخت د سکالینډ ډاکټرانو وئیلې وو چې د المگرائي د ژوند یواځې درې میاشتې پاتې دي.

د ازادیدو او لیبیا ته د ستونیدو په وخت المگرائي ته تود هرکلی وویل شو خو په جهاز کې د وژل شوو کسانو د خپلو خپلوانو د هغه په خوشې کیدو احتجاج کړی وو. د امریکې حکومت هم د المگرائي په ازادول کیدو احتجاج کړی وو.

المگرائي د لیبیا د استخباراتو چارواکې پاتې شوی وو او په هغه الزام وو چې د لیبیا حکومت په وینا يي په جهاز کې د بم کیښودو سارش تیار کړی وو. المگرائي همیشه په هغه لگول شوې الزامات رد کړې وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG