لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفیر وايي په صومالیه کې داعش په شا تمبول شوی دی

د الشباب خلاف د عملیاتو په ملاتړ کې امریکې د جنورۍ د میاشت راهسې د صومالیه مسلح ځواکونو ته وسله ورکړې  او امریکا د صومالیه د خصوصي ځواکونو یوې دستې ته چې د دناب په نامه یادېږي تربیه کوي چې د داعش خلاف د عملیاتو مشري کوي

د امریکې سفیر ویلي د داعش خلاف د حکومت د پوځي عملیاتو په نتیجه کې وسله واله ډله په شا تمبول شوې ده.

د صومالیه حکومت ويلي تېر کال د اګست د میاشت نه د سږ کال د جنورۍ د میاشت پورې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د زرګونو په شمېره کې د داعش وسله وال وژل شوي دي.

امریکايي سفارتکار لېري اندری د وي او ای صومالي څانګې ته د ايمېل دلارې وویل د صومالي حکومت د عملیاتو په نتیجه کې د الشباب نه په دریو کې یوه برخه علاقه بېرته نیول شوې ده.

د الشباب خلاف د عملیاتو په ملاتړ کې امریکې د جنورۍ د میاشت راهسې د صومالیه مسلح ځواکونو ته وسله ورکړې او امریکا د صومالیه د خصوصي ځواکونو یوې دستې ته چې د دناب په نامه یادېږي تربیه کوي چې د داعش خلاف د عملیاتو مشري کوي.

د صومالیه حکومت دا هفته وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې داعش ته سخت نقصان رسول شوی دی.

د صومالیه د اطلاعاتو وزارت د مارچ په ۲۵ نېټه ی بیان کې وویل د تېر کال د اګست د میاشت نه د سږ کال د جنورۍ د میاشت پورې د پوي عملیاتو په لومړي پړاو کې ۳۰۰۰ د داعش وسله وال وژل شوي دي او تر ۳۷۰۰ پورې نور زخمیان شوي دي. وزارت وویل حکومت د ۷۰ کلي او بانډې د الشباب نه ازادې کړي دي.

د صومالیه د حکومت د وېنا برعکس الشباب وایي د امنيتي ځواکونو عملیات ناکامه شوي دي.

د الشباب سره تړلي رېډیو سره مرکه کې د ډلې ترجمان علي محمد راج چې د علي در په نامه هم یادېږي، په امریکا الزام ولګولو چې د الشباب خلاف ځواکونه متحرک کوي.

راج وویل اصلي منصوبه دا وه چې الشباب به په شپږو میاشتو کې ختم کړی شي. هغه ویل د عملیاتو لومړی پړاو ناکامه شوی دی.

د الشباب د ترجمان د بیان په اړه وي او ای د صومالیه یو چارواکي د راج دعوه رد کړه.

د صومالیه د وزیراعظم حمزا عابدي بر مشری کمال ظاهر حسن د راج دا خبره هم رد کړه چې امریکا د صومالي پوځ د الشباب خلاف متحرک کړی دی.

د صومالیه حکومتي چارواکو ویلي وو چې د الشباب خلاف د عملیاتو دویم پړاو به د روژې په میاشت کې شروع شي خو د عملیاتو دپاره تیار د تنقید سره مخامخ شوی دی.

د صومالیه د دفاع وزیر عبدالقادر محمد نور دا تنقید رد کړی چې حکومت په عملیاتو کې د ځای خلکو د کردار ستاینه نه کوي. هغه وویل دا جنګ د صومالیه د ولس جنګ دی او دا رېښتیا خبره ده چې کامیابۍ د ولس په تعاون ترلاسه شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د هارون معروف او د محمد عبدالرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG