چارواکو وېلي د صومالیه په سر ښار موغادېشو کې د ترهګرې ډلې الشباب لخوا په یو هوټل شوې ترهګربریدونو کې د صومالیه ناېب وزیراعظم ژوبل شوې او لس نور کسان وژل شویدي.
په موغادېشو کې دا واېس اف امریکا د خبریال تر مخه د سرښار په مرکزي هوټل کې ړومبۍ چاودنه هغه وخت شوې کله چې چارواکو دغلته د جمعې لمونځ ختم کړو. د دغې سمدستي وروستو دویمه چاودنه اوشوه او ورپسې ډزې هم شوي.
د صومالیه د امنېتي ادارو ویاند قاسېن احمد روبېل بیا وېلي د جمعې د مانځه په محال دغه هوټل ته د بارودي موادو ډک ګاډې ورننوتې. د هغه په وینا د دغې پېښې پلټنې روانې دي. او د هوټل د حفاظتې دستو نه هم تپوسونه روان دي. د موغادېشو دغه مرکزي هوټل د سرکاري دستورو لپاره مشهور دی او زیات تره دغلته چارواکي ا و حکومتي وزیران راغونډېږی.
په نني برید کې د موغادېشو ښار ناېب ښاروال محمد عادین هم وژل شوې.په ژوبل کسانو کې د صومالیه ناېب وزیراعظم محمد عمر آرتي او د ټرانسپورټ او هوا بازۍ وزیر علي احمد جاما جنګالي هم شامل دي. د صومالیه صدر حسن شېخ محمد په ټوېټر په یو پېغام کې دغه برید غندلې.
الشباب ترهګرې ډلې ددغه خونړي برید پړه منلې. دغه ډلې په تیرو څوکلونو کې په هیواد کې په حکومتي او اولسي ځایونو پرله پسې بریدونه کړي. الشباب ډله په صومالیه کې د خپلې خوښې اسلامي قانون نافذ کول غواړي.