لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عراق یزیدي اقلیتي ډلې د ابوبکر البغدادي په وژنه خوشحالۍ څرګند کړي


په ټوله نړۍ کې د داعش تندروه ډلې سخت دریزه نظریې نه اغیزمند شوو نسلي او مذهبي اقلیتي ډلو د داعش مشر ابوبکر البغدادي په وژنه باندې خوشحالۍ څرګندې کړي څوک چې شمال ختیځ شام کې د تېر اتوار په ورځ د امریکا په پوځي عملیاتو کې وژل شوی.

یو یزیدې خځې لیلا تالو ویلي پکار وه چې بغدادي ډېر وړاندې وژلی شوی وی. په کال ۲۰۱۴ کې د شمالي عراق سنجار باندې د داعش د حملې وروستو تندلارو دغه یزیدي خځه د جنسي غلامي په توګه استعمال کړې وه.

د عراق په سنجار ښار باندې د حملې په وخت داعش وسله والو د یزیدي فرقې ګڼ شمېر سړي وژلي وو او په زرګونو خځې او جینکۍ یې د سخت ظلم لاندې غلامانې کړې وې.

اخوا د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ټویټر باندې د هغه پوځي سپي ستاینه کړې چې شام کې د داعش تندروه ډلې مشر ابوبکر البغدادي د وژنې په عملیاتو کې یې برخه اخستې.

ډانلډ ټرمپ د هغه سپي تصویر ورکړی او ویلي دوي د هغه تکړه سپي تصویر ښکاره کړی چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په نیولو او وژلو کې یې ډېر غټ کار کړی.

اخوا په شام کې د پېشمرګه کرد ځواکونو خلاف د ترکي پوځي عملیاتو ترڅنګ ترکي کې دننه د کرد پلوه ګوند یو مشران هم نیولی شوي.

څېړنکارانو خبرداری ورکړی چې د صدر رجب طیب اردوان حکومت دغه ګرفتارۍ اوس د ترکي پراخه مدني ټولنې ته غزیږي. د ترکي اپوزیشن پارټۍ ایچ ډي پي اووه منتخب ښاروالان د اکتوبر په میاشت کې د خپلو څوکو نه لرې کولو وروستو د ترهګرۍ په تورونو کې نیولی شوي.

دا ګرفتارۍ پداسې وخت شوي چې ترکي درې هفتې وړاندې شمال ختیز شام کې د کرد پېش مرګه ځواکونو(وايي پي جي) پرضد خلاف عملیات شروع کړي څوک چې د داعش خلاف جنګ کې د امریکې ملګري وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG