لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په الجزائر کې مخالفه سياسي ګوندونه د صدر عبدالعزيز په ضد اجتجانونه کوي


د عربي مېډيا په چېنلو وښودل شول چې د الجيرز امنيتي ځواکونو صدارتي محل ته تلونکي سړکونه تړلي وو او مظاهره چيانو هڅې کولې چې ځان دغه ودانۍ ته ورسوي
د عربي مېډيا په چېنلو وښودل شول چې د الجيرز امنيتي ځواکونو صدارتي محل ته تلونکي سړکونه تړلي وو او مظاهره چيانو هڅې کولې چې ځان دغه ودانۍ ته ورسوي

په الجزائر کې په صحت ناروغه صدر عبدالعزيز بوتيفليکا په پينځم وار په انتخاباتو کې د برخه اخستلو په ضد مخالفه سياسي ګوندونو د احتجاجونو لړۍ تونده شوې ده او د هېواد پوځ د پايتخت الجيرز او د ملک د نورو برخو ترمينځ لوې لارې تړلي دي.

صدر عبدالعزيز په اړه ويل کېږي چې په سوټزر لېنډ کې په يو هسپتال کې د درملنې د لاندې دی.

عربي ميډيا د جمعې په ورځ په پاېتخت الجیرز کې د مخالفه سياسي ډلو لخوا روان احتجانو نېغ په نېغ په خپلو ټيلي وژنونو خپاره کړل، چې په زرګونو مظاهره چيانو د مرکزي ډاکخانې او می ډی سکوېر يا چوک کې د صدر عبدالعزيز په پينځم ځل په انتخاباتو کې د ودرېدلو په ضد نعرې ووهلې.

د عربي مېډيا په چېنلو وښودل شول چې د الجيرز امنيتي ځواکونو صدارتي محل ته تلونکي سړکونه تړلي وو او مظاهره چيانو هڅې کولې چې ځان دغه ودانۍ ته ورسوي. عېني شاهدين وايې پوليسو په مظاهره چيانو وښکې بيونکي ګېسونه ور ويشتلي چې په زرګونو شمېره کې قهريدلي مظاهرين په شا وتنبوي.

هر څه که عربي مېډيا د صدر عبدالعزيز د ځآې په اړه متضاد خبرونه ورکړي خو داسې ويل کېږي چې هغه ناروغه دی او د سوېټزرلېنډ په جنېوا ښار کې په يو هسپتال کې داخل دی. عربي مېډيا وايې مظاهرينو سوېټزر لېنډ کې هغه هسپتال ته هم ټېلي فونونه وکړل چې معلومه کړي صدر عبدالعزيز دغلته داخل دی او که بل ځای دی.

د الجزائر مېډيا رپوټونه وايي په مشرقي ساحلي ښار کانسټېنټين کې وکيلانو د عدالتو وړاندې احتجانونه کړي او ګواښ يې کړی که صدر عزیز په پينځم ځل صدارتي انتخاباتو کې برخه واخستله نو دوی به د ووټونو د څارنې کار نه کوي.

هرڅه که مظاهرچيان د صدر عبدالعزيز د ځاېې په اړه معلومات نه لري د الجزائر سرکاري ټېلې وژن د صدر عبدالعزيز لخوا د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت يو ويډيو پېغام خور کړو چې پکې په هېواد کې دښځو د کار ستاېنه کړې او ورسره يې د امنيتي ځواکونو رول هم ستايلې چې وايې دګاونډي عربي هېوادونو په څېر خونړي احتجاجونو نه يې الجيريا بچ ساتلې ده.

ځينې رپوټونه وايې د صدر عبدالعزيز د سياسي پارټۍ يوشمېر غړو استعفاګانې ورکړي خو د صدر پلويان دغه رپوټونه بې بنياده بلي.
په الجزائر کې ځېني څيړونکي په دې نظر دي چې صدر عبدالعزيز بوتېف ليکا سخت ناروغه دی او که چرې هغه په دې دروان کې مړ شو نو په هېواد کې به يو پرامنه بدلون ته لاره اواره شي.

څيړونکي نورالدين خټل العربيا ټي وي ته ويلي سياسي مشران د دې اړي ګړي د ختمون دوه لارې په پام کې نيسي، يوه خو دا چې صدر عزيز په خپله خوښه حکومت پرېږدي.او اقتدار پاريمان ته وسپاري، او دويمه لار يې دا ده چې صدر نه د هېواد د آيين د آرټيکل 102 لاندې د ناروغۍ لکبله د واک پرېښودلو غوښتنه وشي،

د الجزائر د پوځ مشر جنرل احمد قېد سلاح څو څو وارې ويلي دي پوځ به چرې هم هېواد اړي ګړي ته پرې نه ږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG