لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د الجزیره تلویزیون خبریاله په وېسټ بېنک کې وژل شوې ده


شیرین ابو عاقله
شیرین ابو عاقله

د وېسټ بېنک په جنین کلي کې د اسرایل د یوې چاپې په مهال د الجزیره ټېلې وژن خبریاله وژل شوي ده. الجزیره او په ډزو کې زخمي شوي یو بل خبریال د پېښې ذمه واري په اسرایلي ځواکونو پورې کړې ده خو اسرایل ویلي داسې شواهد شته ښيي دواړه خبریالان د فلسطینیانو په ډزو لګېدلي دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ویلي شیرین ابو عاقله په قوم فلسطینۍ او د الجزیره د عربۍ ژبې څانګې پیژندل شوي خبریاله وه چې امریکايي شهریت یې هم لرلو.

بل فلسطیني خبریال علي السمودي په پېښه کې زخمي شوی، په ملا لګېدلی دی خو حالت یې د خطر نه بهر بیان شوی دی.

د ای پي ترمخه الجزیره خپل نشریات وځنډول او د شیرین ابو عاقله د مرګ خبر یې په عاجله ډول اعلان کړو.

الجزیره د نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې د خبریالې وژل کېدل دې وغندي او "اسرایلي قابض ځواکونو" دې احتساب وکړي چې "زمونږ همکار په هدف کړي او وژلي."

الجزیره په خپل بیان کې وویل چې د قانون د لارې به د خبریالا په وژل کېدو کې ککړ د انصاف سره مخامخ کوي که "دوی څومره هم د خپل جرم د پټولو کوښښ وکړي."

اسرایلي پوځ وویل په جنین کې د عملیاتو په مهال په درنې ډزې وشوې او چاودېدونکي مواد پرې خلاص کړی شول خو بیا اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې وکړې.

اسرایلي پوځ وویل د پېښې تحقیقات کوي په دې امکان ته هم کتنه کوي چې خبریالان د فلسطیني وسله والو په ډزو لګېدلي دي.

د اسرایل وزیراعظم نفتالي بېنټ وویل تر اوسه د راټول شوو معلوماتو په بنیاد دا امکان ډیر زیات دی چې فلسطیني وسله والو چې بې دریغه ډزې یې کولې د خبریالې د مرګ سبب دي.

اسرایلي چارواکي د یو وډیو ذکر کوي فلسطیني وسله وال ښښي چې په تنګو کوڅو کې منډې وهي او وايي چې یو عسکر زخمي شوی دی. دغه چارواکي وایي په پېښه کې یو عسکر هم نه دی زخمي شوی چې دا خبره په ډاګه کوي چې د عسکر په ځای وسله والو خبریال ویشتلی دی.

اسرایل ويلي فلسطیني ادارې ته د شریکو تحقیقاتو او د وژل شوي خبریالې د مشترکه معاینې تجویز ورکړی و خو دغه وړاندېز رد کړی شو.

ای پي وايي فلسطیني اداره چې د وېسټ بېنک د ځینو برخو انتظام یې په لاسو کې دی او د امنیت په معاملو اسرایل سره همکاري کوي، د پېښې غندنه وکړه او دا یې "جرم" وبللو.

د ای پي د رپورټ ترمخه 51 کلنه شیرین ابو عاقله په یروشلم کې زېږېدلې وه او د 1997 راهسې یې د الجزیره سره د خبریالې په حېث کار کول او د کېمرې مخامخ به یې د فلسطیني سیمو نه خبرونه ورکول.

ای پي وايي د شورو، چهارشنبې، د ورځې پېښې په اړه په یو وډیو کې لیدل کېږي چې شیرین یو جېکټ اغوستی وي چې په واضحه ټکو پې "پرېس" لیکل شوی وي.

السمودي د شېرین پروډیوسر و او ای پي ته یې وویل دوی د اوو خبریالانو په ډله کې شامل وو د شورو، چهارشنبې، په سحر د چاپي د خبر ورکولو دپاره ورغلي وو. هغه وویل ټولو خبریالانو محفوظ لباسونه اغوستي وو او دا واضحه وه چې دوی خبریالان دي. هغه زیاته کړه دوی د اسرایلي عسکرو خوا ته تېر شول چې دا رنګ د خبریالانو د موجودګۍ نه خبر شي.

د ای پي ترمخه، السمودي وویل لومړۍ ګولۍ خطا لاړله، په دویمه هغه ولګېدو او دریمې ډزې ابوعاقله ووژله. هغه وویل په سیمه کې نه ملکي خلک او نه هم وسله وال موجود وو، یوازې پوځیان او خبریالان وو.

السمودي د اسرایلي پوځ دا خبره "مکمل دروغ" وبلل چې هغه او ابو عاقله د وسله والو په ډزو لګېدلي دي.

د اسرایلي پوځ یو کمانډر برېګېډیر جنرل رېن کوچاو د پوځ رېډیو ته وویل چې د دواړو خبریالانو سره کېمرې وې او د فلسطیني وسله والو سره نژدې ولاړ وو. هغه وویل وسله وال "غیر مسلکي خلک، ترهګر" وو چې په اسرایلي ځواکونو یې ډزې کولې او امکان دی چې خبریالان د وسله والو په دغو ډزو لګېدلي دي.

قطر چې په مالي مرسته یې الجزیره چلېږي، د ابو عاقلې د وژل کېدو غندنه یې وکړه، د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي او د "مطبوعاتو په ازادۍ یې بې دریغه حمله" وبلله.

په اسرایل کې د امریکې سفیر ټام نایډز د ټوېټر دلارې د ابو عاقلې په وژنه خفګان څرګند کړو او پېښې د تحقیقاتو غوښتنه یې وکړه. هغه دا تصدیق وکړو چې شیرین ابو عاقله امریکايي شهري وه.

یادونه: دا خبر اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ورکړی دی


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG