لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د پخوانیو عسکرو د یادولو ورځ مېموریل ډی ولمانځل شوه


صدر جوبایډڼ به د مېموريل ډی په مناسبت د واشنګټن سره نژدې د ارلېنګټن نېشنل سېمېټري یا د ارلېنګټن په قامي مقبره کې د وژل شویو عسکرو په یاد کې په یوه دستوره کې شرکت کوي
صدر جوبایډڼ به د مېموريل ډی په مناسبت د واشنګټن سره نژدې د ارلېنګټن نېشنل سېمېټري یا د ارلېنګټن په قامي مقبره کې د وژل شویو عسکرو په یاد کې په یوه دستوره کې شرکت کوي

په امریکا کې د ګل، دوشنبې، په ورځ مېموریل ډی یا د هغو عسکرو د یادولو ورځ ولمانځل شوه چې د هېواد په جنګونو کې وژل شوي دي.

صدر جوبایډڼ به د مېموريل ډی په مناسبت د واشنګټن سره نژدې د ارلېنګټن نېشنل سېمېټري یا د ارلېنګټن په قامي مقبره کې د وژل شویو عسکرو په یاد کې په یوه دستوره کې شرکت کوي.

حکومتي دفترونه، سکولونه او سټاک اېکسچېنج د مېموریل ډی په موقع بند وي.

په واشنګټن کې په کاسټېټوشن اېوېنیو کې به د مېموریل ډي پرېډ کېږي چې په تېرو دوو کلونو کې د کرونا وایرس له امله ځنډېدلی و.

د مېموریل ډی په موقع امریکایان د جنګ یادګارونو ته ورځي او په مقبرو کې د عسکرو په قبرونو ګلونه ږدي.
د مېموریل ډی په موقع په واشنګټن د موټرسایکلو پرېډ اهم دستوره ګڼل کېږي.

د مېموریل ډی په موقع په واشنګټن د موټرسایکلو پرېډ اهم دستوره ګڼل کېږي
د مېموریل ډی په موقع په واشنګټن د موټرسایکلو پرېډ اهم دستوره ګڼل کېږي

سږ کال دغه پرېډ د رولنګ ریمېمبرېنس د عنوان دلاندې وشو چې پکې د پخوانیو عسکرو د زیاتېدونکو خودکشیو په اړه د پوهې زیاتولو کوښښ هم شامل و.

رولنګ ریمېمبرېنس پرېډ د خالي، شنبې، په ورځ وشو چې پکې ګډون وال خپلې موټرسایکلې د واشنګټن چارچاپېره وګرځولې.
رولنګ ريمېمرېنس په خپله وېب پاڼه وویل د پریډ یو هدف دا هم و چې د پخوانیو عسکرو بنیادي مسلې ته توجه ورګرځول شي، د ۸۲۰۰۰ بې درکه عسکرو په اړه ګامونه پورته کړي شي د پخوانیو عسکرو د ځان وژنو ته توجه وکړی شي.

د وېب پاڼې ترمخه د پرېډ مقصد دا هم و چې د د پخوانیو عسکرو د خودکشیو په اړه پوهه زیاته کړی شي. د رولنګ ريمېمبرېنس ترمخه هره ورځ د قریباً ۲۲ پخوانيو عسکرو د ځان وژنې پېښې کېږي.

د مېموریل ډي په موقع امریکايان پارکونو ته ورځي او دخپلوانو او ملګرو سره پېکنېکونه یا سېلونه او پخلی کوي. دا ورځ د اوړي د موشم رسمي شروع هم ګڼل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG