لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې مشهور پيیانو غږونکی احمد جمال وفات شو


جمال د پېنسلوېنیا ریاست په پېټبرګ ښار کې زېږېدلی و. د هغه نوم فرېډرېک رسرل جونز و خو په ۱۹۶۰ کې يې اسلام قبول او نوم يې احمد جمال ته بدل کړو
جمال د پېنسلوېنیا ریاست په پېټبرګ ښار کې زېږېدلی و. د هغه نوم فرېډرېک رسرل جونز و خو په ۱۹۶۰ کې يې اسلام قبول او نوم يې احمد جمال ته بدل کړو

د امریکې مشهور پييانو غږونکی، کمپوز او د بېڼد مشر احمد جمال د ۹۲ کلونو په عمر کې اتوار، يکشنبې، په ورځ وفات شو.

د واشنګټن پوسټ اخبار ترمخه د جمال مېرمن لورا هېس هی د خاوند د مرګ تصدیق وکړو. د هغه لور صومیا جمال د نیویارک ټایمز اخبار ته وویل چې پلار يې د پروسټېټ کېنسر ناروغۍ نه مړ شو.

جمال د موسیقۍ صنف جېز کې نوم پېدا کړی و. په فرانس او برطانیه کې هم د موسیقۍ کمپنو د هغه د مرګ خبر شریک کړی دی.

جمال د موسیقۍ د مایلز ډېوېس او مېک مکوی ټاینر په شان د نورو مشهورو هنرمندانو دوست و او هغوی يې په فن یې اثرات غورځولي دي.

جمال د پېنسلوېنیا ریاست په پېټبرګ ښار کې زېږېدلی و. د هغه نوم فرېډرېک رسرل جونز و خو په ۱۹۶۰ کې يې اسلام قبول او نوم يې احمد جمال ته بدل کړو.

جمال یو شمېر انعامونه ګنلي چې په کې په کال ۲۰۰۷ کې د فرانس ارډر ډي ارټس دي لېټرز او په ۲۰۱۷ کې د ګرېمي لایف ټایم اچیومېنټ اوارډ هم شامل دی.

جمال د موسیقۍ په جېز صنف کې نوم پېدا کړی او وېل کېږي چې د هغه د کوښښونو په نتیجه کې خلک د پاپ موسيقۍ نه د جېز خوند اخیستلو ته راواوړېدل.

واشنګټن پوسټ د جمال د پييانو د غږولو د ټېکنيک په باره کې لیکلي چې د هغه انداز لږ کم متحرک و او موسيقۍ د څپو په منځ کې به يې خاموشي کوله.

د جمال د ۱۹۵۰ ځینې ریکارډونه تېر کال ريلیز شوي وو. په دې اړه نیویارک ټایمز ټایمز لیکلي وو چې د جمال د موسیقۍ نظریه د خپل وخت دپاره د جدت او د ا صلیت وه.

په ۱۹۵۸ کې د جمال اېلبم "احمد جمال اېټ دي پرشېنګ بټ ناټ فار مي" ډیره کامیابي ترلاسه کړه او د بل بورډ په چارټونو تر ۱۰۰ هفتو پورې په سر وه. نیویارک ټایمز وویل دا د خپل وخت بهترین ريکارډنګ و.

د دې وروسته د جمال ګڼ شمېر نورو ريکارډونو مقبولیت ترلاسه کړو چې ټایمز وویل دا د غمو فهرست دی.

تېر کال د نیویارک ټایمز سره مرکه کې جمال وویل کله چې پيیانو ته کښېني نو هنر يې د ارتکا نه تېرېږي او ذهن ته يې تازه خیالات ورځي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG