لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل او ایچ آر ډبلیو: طالبان دې کابل کې نیول شوې ښځینه فعالې ژر خوشې کړي


واشنګټن ــــ له ملګرو ملتونو وروسته د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې او ایمنیسټي انټرنېشنل هم په کابل کې د دوو ښځینو فعالانو په لادرکۍ ژورې اندېښنې څرګندې کړې دي او له طالبانو یې غوښتي چې د دوی په اړه پلټنې وکړي‌ او زر تر زره یې خوشې کړي. بل لور ته طالبانو په بلخ کې د ښځو په ګډون 40 تنه نیولي چې د دوی په وینا په غیرقانوني توګه له هېواده بهر تلل.

د جنورۍ د 19مې په شپه په کابل ښار کې ورکې شوې دوې ښځینه فعالې تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل تر اوسه لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستنې شوې چې له کبله یې ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې او ایمنیسټي انټرنېشنل ژورې اندېښنې څرګندې کړې دي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې پخپل تازه بیان کې ویلي، د تمنا پریاني، پروانې ابراهیم خېل او نورو ښځینه فعالانو په ظاهره جبري ورکېدا ته د طالبانو غبرګون د دوی اراده څرګندوي چې غواړي په غیرقانوني توګه د ښځو د مخالفو ږغونو مخه ونیسي.

د جنورۍ پر شپاړسمه مېرمن پریاني او پروانې ابراهیم خېل په کابل کې پر ښځو د حجاب د جبري کولو او د طالبانو د یو لړ نورو بندیزونو پر ضد په احتجاجونو کې برخه اخیستې وه.

د ایچ آر ډبلیو د رپوټ له مخې عیني شاهدانو دعوه کړې، چې د جنورۍ د 19مې په شپه وسلوالو کسانو- چې وایي د طالبانو استخبارات وو- د مېرمن پریاني د کور دروازه یې ماته کړې او د هغې په ګډون یې د هغې درې خویندې هم له ځانه سره بېولې دي.

د مېرمن تمنا هغه وېډیو هم پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې- چې وایي طالبان یې کور ته ورغلي او هغه پکې په چیغو وایي طالبان یې د کور دروازې ته ولاړ دي. تمنا په دې ويډیو کې نارې وهي چې ورسره دې مرسته وشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له فرانس پریس خبري‌ ایجنسۍ سره په مرکه کې یوې خواته ویلي حکومت یې حق لري چې د خپلو مخالفینو خلاف اقدامات وکړي، خو بلې خواته وایي دوی په کابل کې ښځینه احتجاج کوونکې نه دي‌ نیولې.

مجاهد تور پورې کوي چې په کابل کې ځینې ښځې د دې لپاره د دوی د حکومت په خلاف احتجاجونه کوي چې وایي بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره لاره جوړه کړي:

"اول خو دا وایم چې مخکې ښځینه نه دي نیول شوې او بل دا دی که و هم نیول شي حکومت حق لري چې څوک قوانین ماتوي‌ ویې نیسي او محاکمې جزا ورکړي، موږ اعلامیه خپره کړې وه چې تظاهرات [احتجاجونه] ونه شي او څوک د ګډوډۍ باعث نه شي".

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل هم په کابل کې د ښځینه فعالانو د ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه ښوولې او له طالبانو یې غوښتي که دغه ښځې د دوی په بند کې وي باید ژر تر ژره یې خوشې کړي.

ایمنیسټي انټرنېشنل نن د جنورۍ پر 25مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په اړه د «طالبانو د توپیري تګلارو» په وړاندې را پورته شوي‌ تنقیدي ږغونه دي.

که څه هم یو شمېر مدني فعالانو د ناروې په کانفرانس کې هم د یادو ښځو د برخلیک په اړه اندېښنه شریکه کړې، خو تر دا مهاله یې کومه روښانه نتیجه نه ده ورکړې، چې دغه دوې ښځینه فعالانې چېري دي.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي طالبان باید ددغو دوو ښځو له نیولو د انکار پر ځای د هغوی د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات ورکړي.

بل لور ته طالبانو پرون د مزار شریف ولایت په مرکزي‌ ښار بلخ کې د ښځو په ګډون 40 تنه په دې تور نیولي چې وایي په غیرقانوني توګه یې غوښتل چې له هوایي لارې له هېواده بهر لاړ شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر دا خبره تایید کړې او لیکلي یې دي:

"یاد کسان د پلټنو لپاره لنډمهاله توقیف شول څه یې بیرته خوشې شول، خو هغه نجونې لا هم په توقیف کې دي چې وارثان یې لا نه دي حاضر شوي، د نجونو لپاره په ښځینه توقیف خونو کې انتظام شته".

نړیوالو پینځه میاشتې مخکې هغه وخت هم د طالبانو پر لنډمهالي حکومت نیوکې وکړې چې وایي کابینه یې ټولشموله نه دي او نه یواځې ښځې یې په حکومت کې نه شته بلکې په حکومتي ادارو کې هم ورته د کار اجازه نه ورکول کېږي، خو په وروستیو کې د ښځو د احتجاجونو مخنیوي او د هغوی مرموزو نیونو هم لا د بشري حقونو د ادارو اندېښنې را پارولې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG