لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دپي ټي ایم په ملاتړ درنه غونډه کې په پښتنو ددغه غورځنګ دملاتړ غږ شوی


د افغانستان په پلازمینه کابل کې په سلګونو قومي مشرانو،مدني او سیاسي فعالانو او عامو ولسي خلکو دپښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ جوه شوې غونده کې ګډون وکړ.

دغونډې برخه والو دافغانستان پر ولسونو غږ وکړ چې دپښتون ژغورنې د غورځنګ دمشر منظور پشتین څخه خپل ملاتړ لاپیاوړی کړي.

دوی ویلي دمنظور پشتین څخه ملاتړ دافغان ولس فریضه ده او ترهغې به یې له روانو مبارزو حمایت کوي ترڅوچې دخیبر پښتونخوا ولسونو ته دژوند کولو ټول حقونه ورکړل شوي نه وي.

د ولسي تحریک مشر عبدالحکیم نورزي جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل دمنظور پشتین په مشرۍ پیل شوې مبارزه سپيڅلې ده او هدف یې یوازې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته دانساني ژوند دټولو حقونو دترلاسه کول دي.

نوموړي وویل"کومه میړانه چې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پشتین. علي وزیر ،محسن داوړ ،ارمان لوڼي اؤ ددې غورځنګ نورو مشرانو اؤ فعالینو کړې ده دا دټول پښتون تاریخ ویاړ دی او دا د هرپښتون فرض دی چې دوی به دپښتون ژغورنې دغورځنګ ملاتړکوي"

سیاسي فعال نظرمحمد مطمئین وايي په خیبر پښتون خوا کې دپښتنو پرضد پيل شوې دسیسه او روانې ناخوالې او دپښتنو روسته پاتې کیدل د لر اوبر ټولو پښتنو د بې اتفاقي لامل دی.

مطمین وايي نړیوال هڅه کوي چې له پښتنو خپل بدل واخلي او دپاکستان دولت یې دخپل هدف د ترلاسه کولو لپاره وسیله ګرځولې ده.

د غونډې وینا والو پر افغان ولس غږ وکړ چې خیبر پښتونخوا کې پښتنو سره دروان ظلم په ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ وایي پښتون قوم ته دانصاف او حقونو د ترلاسه کولو په هدف دپیل شوې مبارزې په ترڅ کې د یاد غورځنګ یوشمیر مخکښه مشران د پاکستان دولت زندانونو ته اچولي یوشمیر غړي وژل شوي اوپه ګن تعداد پلویان یې لادردکه شوي دي.

خو دپاکستان امنیتي ادارې بیا تور لګوي چې دا غورځنګ دکابل اؤ هند نه مرستې ترلاسه کوي اؤ دپاکستاني ادارو په ضد خلکو کې کرکه خورول غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG