لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنېسټي انټرنېشنل په روس الزام پورې کړی چې په اوکراین کې يې جنګي جرمونه کړي دي


اېمېنسټي انټرنېشنل وویل داسې شواهد یې موندلي دي چې ښښي روسي ځواکونو په خارکیف کې بیا بیا کلسټر بمونه او خپرېدوونکي ماینونه استعمال کړي دي چې د نړیوالو قوانین دلاندې پرې پابندي لګول شوي ده
اېمېنسټي انټرنېشنل وویل داسې شواهد یې موندلي دي چې ښښي روسي ځواکونو په خارکیف کې بیا بیا کلسټر بمونه او خپرېدوونکي ماینونه استعمال کړي دي چې د نړیوالو قوانین دلاندې پرې پابندي لګول شوي ده

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمېنسټي انټرنېشنل په روس الزام پورې کړی چې اوکراین کې یې جنګي جرمونه ترسره کړي دي، ادارې ویلي په خارکییف حملو کې یې غیرقانوني کلسټر بمونه استعمال کړي او په سلګونو ملکي کسان يې وژلي دي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه اېمنېسټي انټرنېشنل د اوکراین دویم لوی ښار خارکیف په اړه د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل رپورټ کې وویل روسي ځواکونو په خارکیف کې په رهایشي علاقو بیا بیا بمباري کړې ده او سلګونو ملکي کسان یې زخمیان کړي او وژلي دي.

ادارې وویل د روسي ځواکونو دغه جنګي چلند جنګي جرم ګنل کيږي.

اېمېنسټي انټرنېشنل وویل په رهایشي علاقو کې په مسلسل ډول د داسې چاودېدوونکو موادو چلول چې قصداً په لویه کچه زیان کوي داسې ده لکه چې په حملو کې ملکي خلک په هدف کولی شي.

اېمېنسټي انټرنېشنل وویل داسې شواهد یې موندلي دي چې ښښي روسي ځواکونو په خارکیف کې بیا بیا کلسټر بمونه او خپرېدوونکي ماینونه استعمال کړي دي چې د نړیوالو قوانین دلاندې پرې پابندي لګول شوي ده.

کلسټر بمونه په هوا کې لکه د لاسي بمونو په شان نور واړه واړه بموه شېندي چې په چارچاپيره علاقه کې تر سلګونو ميټرو پورې علاقه کې خپرېږي.

ای اېف پي وايي روس او اوکریان په هغو معاهدو کې شامل نه دي چې ترمخه د کلسټر بمونو او د انسانانو په ضد کارېدوونکو ماینونو په استعمال پابندي لګول شوي ده.

د اېني ون کېن ډای اېټ اېني ټایم یعني هر څوک هر وخت مړ کېدلی شي د عنوان دلاندې خپل رپورټ کې اېمېنسټي انټرنېشنل وویل روسي ځواکونو د فېبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین د یرغل په لومړۍ ورځ په خارکیف کې په رهایشي علاقو بمباري شروع کړه.

ادارې وویل په خارکیف بې دریغه بمبارۍ تر دوو میاشتو دوام درلود او د یو اشاریه پېنځه مېلین اوسېدوونکو په ښار کي يې په پراخه کچه تباهي وکړه.

د اېمېنسټي انټرنېشنل یوې چارواکي ډوناټېلا روېرا وویل د روسي بمبارۍ دلاسه په خارکیف کې خلک په کورونو، په کوڅو، د لوبو په مېدانونو، هدیرو او د خوراک او دوایانو په شان امداد اخیستلو دپاره په قطارونو کې وژل شوي دي.

روېرا غوښتنه وکړه چې په خارکیف په حملو کې د ککړو روسي ځواکونو احتساب دې وکړی شي.

د خارکیف پوځي منتظمینو اېمنېسټي انټرنېشنل ته ویلي په اوکراین د روس د یرغل راهسې په سيمه کې ۶۰۰ ملکي کسان وژل شوي او تر ۱۲۴۸ پورې کسان زخمیان شوي دي.

د ای اېف پي ترمخه اېمنېسټي انټرنېشنل ویلي د ۴۱ روسي حملو تحقیقات یې کړي دي چې پکې ۶۲ کسان وژل شوي او ۱۹۶ نور کسان زخمیان شوي دي.

د ای اېف پي د رپورټ نه دا نه معلومېده چې روسیې د اېمنېسټي انټرنېشنل په رپورټ څه درالعمل څرګند کړی دي او که نا؟

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

په خیبرپښتونخوا کې د پولیو ضد څاڅکو ورکولو تازه کمپېن پیل شوی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG