لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي د پوځ او د ای اېس ای خبري غونډه غیر معمولي پرمختګ بلي


د پوځ ویاند جنرال افتخار بابر او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرل ندیم احمد انجم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مشترکه خبري غونډې ته وېنا وکړه. د ای اېس ای مشر وویل عمران خان یو خوا د پوځ مشر سره ملاقاتونه کوي او بلوا ورته غدار هم وايي، د هغه په قول د منلو وړ خبره نه ده
د پوځ ویاند جنرال افتخار بابر او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرل ندیم احمد انجم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مشترکه خبري غونډې ته وېنا وکړه. د ای اېس ای مشر وویل عمران خان یو خوا د پوځ مشر سره ملاقاتونه کوي او بلوا ورته غدار هم وايي، د هغه په قول د منلو وړ خبره نه ده

د پاکستان د پوځ پخوانی جرنېل او د دفاعي او سياسي چارو څېړونکی طلعت مسعود د پوځ د مطبوعاتو د څانګې او د استخباراتي ادارې مشرانو مشترکه خبري غونډه غېر معمولي پرمختګ بلي او وايي په دې کې شک نشته چې د دې غونډې مقصد د هېواد په موجوده حالاتو کې د پوځ د دريځ دفاع کول او دا تاثر ردول وو چې پوځ په سياست کې لاسوهنه کوي.

د وي او ای ډیوه څانګې سره مرکه کې ښاغلي طلعت مسعود وویل د خبريال ارشد شريف د ناڅاپي مړينې وروسته يو سياسي ګوند په پرله پسې ډول په دغه مړينه کې د پوځ د ککړتیا خبره کوي او دا عمل د هېواد او پوځ لپاره تاواني دې. طلعت مسعود وايي هغه ګڼي چې پوځ دا تاثر وړاندې کوي چې نور په سياست کې کردار وه نه لري.

د پوځ ویاند جنرال افتخار بابر او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرل ندیم احمد انجم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مشترکه خبري غونډې ته وېنا وکړه. د ای اېس ای مشر وویل عمران خان یو خوا د پوځ مشر سره ملاقاتونه کوي او بلوا ورته غدار هم وايي، د هغه په قول د منلو وړ خبره نه ده.

په کېنیا کې د وژل شوي پاکستاني خبریال ارشد شریف په اړه پوځي مامورینو په خبري کانفرنس کط وویل په پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت د طالبانو لخوا ارشد شریف ته د ګواښ یا خطر په اړه یو لیک ورکړی وو او هم د پښتونخوا حکومت هغه د پېښور نه دوبۍ ته ویستلی وو. دوی ووېل چې پلټنې به کوي چې ارشد شریف چا د هېواد نه په ویستلو مجبور کړی و؟

طلعت مسعود وايي د هېواد د سياسي قېادت هم يو کردار جوړېږي چې په پوځ نور په سياست کې ښکېل نه کړي. " زما په فکر پاکستان کې چې کوم حالات پېدا شوي هغې هم د پوځ په سوچ کې ستر بدلون راوستی دی."

د سياسي چارو شنونکي ډاکټر اعجاز خټک ډيوه سره د پوځ د عامه اړیکو د څانګې او اي اېس اي د مشرانو د خبرى غونډې په اړه وویل که څه هم پوځ وايي چې هغه بې طرفه دی او په سياست کې د لاسوهنې پشا شوی خو زياتوي دا به وخت ثابتوي.

نوموړی وايي په سياست کې د لاسوهنې نتيجې دا راغلې چې پوځ لاڼجمن شول، د چا په خيال د پوځ د سياست نه ځانله کيدل ښه دي او د چا په خيال کې بد دي.

اعجاز خټک وايي لکه د عمرا خان په شان خلک چې پوځ په خپله رامخکې کړي وو او ملاې ورکړې وه اوس يې پوځ په چل نه پوهېږي چې څه ورسره وکړي؟ باید له سبقه زدکړې وشي.

اخوا د سياسي چارو کارپوه ډاکټر سرفراز خان وايي د پوځ په سياست کې مداخلت اداره بدنامه کړې او په نړيواله کچه هم تاثر خپور دی په پاکستان کې پوځ حکومتونه جوړوي او او ورانوي او دې تاثر په نړيوال کچه د پوځ او د سياستمدارانو تصویر خراب کړی دی.

ډاکتر سرفراز وايي پوځ واقعي دا پرېكړه کړې چې نور به په سياست کې مداخلت نه کوي او خپل دستوري کردار ته به ور غونډېږي.

طلعت مسعود وايي په دې وروستیو کې په پوځ د تورونو په ترڅ کې ضروري شوې وه چې د ای اېس ای مشر مخامخ راشي او د خپل دريځ دفاع وکړي.

ایا خلک به د پوځي مشرانو دا خبرې ومني او که نا؟ دې پوښتنې ته ځواب کې اعجاز خټک وايي داسې خلک شته چې دا سپيناوې به نه مني خو داسې خلک هم شته چې د پوځ په دغو خبرو به سوچ وکړي.

ښاغلی خټک وايي د تحريک انصاف ګوند غړي فېصل واوډه خو ټوپ ووهلو او داسې نورو خلکو ته هم وېل شوي چې بس دی او ګمان کوي چې په نزدې وخت کې به نور خلک هم (عمران خان) د کشتۍ نه ؤدانګي.

د پوځي مشرانو دې خبري غوندې او دې کې شوو څرګندونو ته په ټولنیز رسنیو هم بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي او په ټوېټر د ريجکټډ او اي اېس پي ار د نامو لاندې د سر په ټرينډونو د عبدالقادر قادر نومې صارف په خپل ټويټ کې ليکلي چې د لانګ مارچ د ګډوډولو هڅې د پاکستان ولس ردوي او هم دا ډول د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سويلي پنجاب مشر او سنېټر عون عباسي پپي ليکي چې دا سکرپټ په واضح او اوچت غږ ردوي.


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG