لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د ترهګرۍ او تندروۍ ضد کوټلې بیانيه بايد مخکې راوړل شوی وی


د پیښور پوهنتون د سيم ييزو اړیکو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر سرفراز وايي، نيشنل اېکشن پلان په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د ترهګريز بريد وروسته جوړ شوی چې د ترهګرۍ پرضد به مرکزونه جوړول کيږي او هغه به د ايين او قانون بیانيه وړاندې کوي
د پیښور پوهنتون د سيم ييزو اړیکو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر سرفراز وايي، نيشنل اېکشن پلان په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د ترهګريز بريد وروسته جوړ شوی چې د ترهګرۍ پرضد به مرکزونه جوړول کيږي او هغه به د ايين او قانون بیانيه وړاندې کوي

څيړونکي وايي، د خېبرپښتونخوا حکومت چې د کال 2015 د ترهګرۍ ضد مبارزې دپاره د جوړ نيشنل ايکشن پلان يا تګلارې لاندې کوم مرکز جوړ کړی بايد په مرکز او صوبه کې دا ګامونه ډېر وړاندې پورته کړی شوی د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ ضد کوټلې بيانيه راوړل شوی او په دغه نيشنل ايکشن پلان عمل شوی وو، په ملک او په ځانګړي ډول صوبه کې به دومره تاوان نه وو شوی.

د خېبرپښتونخوا د لوړو زده کړو د محکمې وياند رياض غفور وايي، د پېښور په رڼو ګړۍ کې چې د صوبې د لوړو زده کړو د نظارت لاندې د کوم مرکز پرانسته شوې دا د 2015 د نيشنل ايکشن لړۍ ده، په دې مرکز کې به د تندروه سوچ ضد بيانيې په لړ کې تحقيق، سيمينارونه او غونډې جوړيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په دې مرکز کې به د مطبوعاتو سره کار کوونکو، زده کوونکو، د مدرسو طالبانو، جينکو او مخصوصو خلکو ته ځانګړې برخه ورکولی شي، او د دې مرکز بنيادي مقصد په صوبه کې د تندروه سوچ ختمول دي.

د پیښور پوهنتون د سيم ييزو اړیکو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر سرفراز وايي، نيشنل اېکشن پلان په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د ترهګريز بريد وروسته جوړ شوی چې د ترهګرۍ پرضد به مرکزونه جوړول کيږي او هغه به د ايين او قانون بیانيه وړاندې کوي.

خو وي اواې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل د ترهګرۍ پرضد بیانيې په ځای بيا په ځانګړي ډول د تحریک انصاف حکومت د طالبانو، ترهګرو او انتهاپسندو نه معافي غوښتونکی جوړ شو او بيا داسې خبرونه مخې ته راغله چې د تحریک انصاف حکومت بهتې ورکړې، او بل لور ته ولسي پاڅونونه وشو.

د پاکستان تحریک انصاف د خېبرپښتونخوا حکومت د بهتې ورکولو خبرونه رد کړي او وايي د امنيت ټينګ ساتلو دپاره هلې ځلې کوي.

د ډاکټر سرفراز په خبره بايد حکومت هغه خلک مخې ته راوستی يا يې راولي چې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ ښکاره بيانونه ورکوي او دا شريکه بيانيه پکار ده چې جوړه شي.

نوموړی وايي د هغه په نظر اوس چې د کومې بيانيې جوړولو خبره کيږي دا بيانيه به وړاندې جوړول پکار وو اوس د ولسي پاڅونونو د فشار وروسته دا ګام پورته کړی شو، د مخکې نه پکار وه چې په حکومتي کچه په نصاب کې د ترهګرۍ پرضد بيانيه ورکړل شوی وی په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې چې ناامنۍ څومره تاوان اړولی دا به نه وو شوی.

او د خېبرپښتونخوا د داخله چارو پخواني سيکټري، لوړ پوړی پوليس چارواکی اختر علي شاه وايي، که څه هم دا مرکز وروسته جوړ شو خو ښه ګام دی چې پورته کړی شو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، دا اوسنی مرکز د څيړنو دپاره جوړ کړی شوی تحقيق به کوي، د تحقيق په بنياد علتونه ښودل کيږي چې ترهګري ولې ده؟ کومې ناکامۍ شوي دي؟ په دې بنياد څیړنې کيږي او يوه ښه تګلاره وړاندې کولی شي.

په پاکستان کې نيشنل اېکشن پلان په کال 2014 کې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د تحریک طالبان پاکستان د خونړي بريد وروسته جوړ کړی شوی او د 20 نکاتي نيشنل اېکشن پلان هدف د هر ډول ترهګرۍ ضد کلکه مبارزه ياده کړل شوې وه چې د تندوره سوچ د ودې مخنيوي به کولی شي، د ترهګرو مالي مرستې به ودرولی شي او د تندروۍ او ترهګرۍ پرضد به کوټلې بيانيه وړاندې کولی شي.

څیړونکي وايي د ترهګرۍ ضد تګلاره وړاندې کړی شوې خو عمل پرې نه دی ليدل شوی ځکه چې د دغه تګلارې وړاندې کولو وروسته پاکستان په کال 2018 کې د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د انتقال د څار نړيوالې ادارې [فاينانشل اېکشن ټاسک فورس، اېف اې ټي اېف] په خړ نوملړ کې اچول شوی وو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جون په میاشت کې ويلي وو په ملک کې د ترهګرۍ ضد جوړه قامي تګلاره "نېشنل اېکشن پلان به په صوبو کې بيا بحالولی شي چې په تيرو څلورو کلونو کې موجود نه وو او په صوبو کې د ياد پلان د پامه غورځولو له امله ترهګري سېوا شوې ده.

په 2014 کې په شمالي وزیرستان کې د پوځ لخوا د وسله والو تندلارو پرضد د ضرب عضب عملياتو وروسته په کال 2017 کې په ټول ملک کې د ردالفساد په نوم عمليات پېل کړی شوي وو، د پاکستان پوځ روان کال د فرورۍ په مياشت کې ويلي وو، تېر کال په ملک کې د ردالفساد په عملياتو کې ټولې ترهګرې ځالې ختمې کړی شوي دي، په 2021 کې د 60زره نه زيات عمليات شوي، په 2021 کې 890 تهرېټ الرټس يا د خطرې خبرداری ورکړی شوی او د 70فيصدو مخنيوی پکې شوی دی.

خو د امنیتي دعوو ترڅنګ کې په ملک کې د بدامنۍ پېښې په دومداره توګه روانې پاتې شوي او په وروستيو کې په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې نورې هم سېوا شوي دي، چې پکې د زياترو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان مني.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت روانه میاشت ويلي، "چې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي]، پاکستان ته يو ګواښ دی او د دې حقيقت څخه څوک انکار نه شي کولی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG