تازه خبر

څېړونکي: صدر پوتین په کییف کې د مسکو حمایتي "ګوډاګی" حکومت کښېنول غواړي

روسي صدر ولادمیر پوتین د چارواکو سره د یوې لیدنې په مهال
روسي صدر ولادمیر پوتین د چارواکو سره د یوې لیدنې په مهال

په اوکراین د یرغل دلارې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په کیېف کې د مسکو حمایتي "ګوډاګی" حکومت کښېنول غواړي، دا خبره د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکي د یوې څېړنې ادارې په مباحثه کې کارپوهانو وکړه.

په اوکراین کې د ورستي صورتحال او نړیواله کچه د دې د اثراتو په اړه د بروکنګزانسټېټیوشن په مباحثه کې څېړونکو دا هم وویل روسي یرغل په نتیجه کې د اوکراین ولس متحد شوی دی او که څه هم روس نه به یې جنګ ګټل ګران وي خو په اوکراین کې به جنګ د اوږدې مودې پورې دوام لري.

په اوکراین کې د امریکې پخواني سفیر سټیون پایفر چې اوس په نړیوالو او امنیتي چاروا څېړنه کوي مباحثې ته وویل د روسیې د توقعاتو برعکس اوکراینیانو د روسي پرمختګ مخه نیولي ده چې کرېملېن یې "حېرانه" کړی دی.

هغه وویل روسي یرغل د اوکراینیانو خپل منځو کې سیاسي اختلافات ختم کړي، د یو بل سره یې نژدې کړي او د اوکراین ولادمیر زیلنکسي په صحیح معنو د جنګ د وخت صدر جوړ شوی دی.

دې پوښتنې ته چې په اوکراین د یرغل په اړه په مسکو کې څه فکر موجود دی او د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین څه هدف ترلاسه کول غواړي؟ په څېړنکارې اېنجلا سټېنټ وویل پوتین د اوکراین موجوده حکومت ختمول او هلته د مسکو حمایتي "ګوډاګی حکومت" ځای په ځای کول غواړي.

هغې وویل پوتین ته د اوکراین په اړه غلط معلومات ورکړی شوي چې دغه ملک به زر د روسیې یرغل ته تسلیم شي.

د روسیې په عسکري چارو نظر ساتونکي پېول کې باېیو وویل روسي ځواکونه د اوکراین په شهري علاقو کې د جګړې جذبه نه لري.

ښاغلي باېیو د دې خبرې سره هم اتفاق ونکړو چې په اوکراین کې به جنګ د اوږې مودې پورې دوام ولري.

په اوکراین د روس د یرغل په ځواب کې امریکې او مغربي اتحادیانو د روس او د پوتین په ضد اقتصادي پابندۍ اعلان کړي دي.

د اقتصادي چارو ماهرین ډګلس رېډایکر د بروکنګز انسټېټیوشن مباحثې ته وویل د روسیې په خلاف د مغربي ملکونو بندیزونه دومره لکه د ایټمي وسلې د استعمال په سنګین او سخت دي.

هغه وویل د دغو بندیزونو مقصد روس د مذاکراتو میز ته راوستل نه بلکې مسکو ته د اوکراین په سر سزا ورکول دي.

د بروکنګز انسټېټیوشن سنېټر ان دي یونایټېډ سټېټس اېنډ یورپ یا د بروکنګز انسټېټوشن د امریکې او د یورپ د مطالعې څانګې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د انټرنېټ دلارې په اوکراین د روس د یرغل په موضوع د دغې مباحثې انتظام کړی و.

د تېرو څو میاشتو راهسې روس د اوکراين په پوله ځواکونه جمع کول، او د امریکې او د یورپي ملکونو د سفارتکارۍ باوجود د فېبرورۍ په 24 نېټه روس په اوکراین پوځي یرغل وکړو.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د شورو، چهارشنبې، په ورځ به د ملګرو په ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ کې به د اوکراین په اړه په یو قرارداد رای ورکول کېږي. مجوزه قرارداد به په اوکراین د روس د یرغل غندنه کوي او په روس به غږ کوي چې د اوکراین نه ځواکونه ستانه کړي.

ای پي وایي د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف ویلي روسي استازي د اوکراین نمایندګانو سره خبرو ته تیار دي. د دواړو خواو د خبرو یوه ناسته وړاندې هم شوي ده.

په اوکراین د یرغل وړاندې به مسکو غوښتل چې مغربي ملکونه دې د امنیت په اړه د مسکو تشویش ته ځواب ووايي، یورپین یونین دې اوکراین ته غړیتوب نه ورکوي او نېټو دې په مشرقي یورپ کې پوځي هلې ځلې کمې کړي.

د بروکنګز انسټېټوشن په مباحثه کې څېړونکي جېمز ګولډایر وویل په اوکراین د روس یرغل د يورپې ملکونو پوځي اتحاد نېټو بیا متحد او فعاله کړی دی. هغه وویل که څه امریکې به د خپلو يورپي متحدینو تحفظ کوي خو پکار ده چې یورپي ملکونه د خپلې دفاع زیاتې ذمه وارۍ په خپله غاړه واخلي.


XS
SM
MD
LG