لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د وزیراعظم خلاف د عدم اعتماد تحریک کامیابي به د خېبرپښتونخوا دپاره مشکلات پېدا کړي


د خېبرپښتونخوا اسمبلي. د ډان ورځ پاڼې د يو خبر ترمخه د پاکستان پيپلز ګوند صوبايي مشر نجم الدين خان ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي اسمبلۍ 45 غړو په مرستې به مخالفه ګوندونه ډېر زر د وزير اعلا محمود خان خلاف د بې بارورۍ تحريک وړاندې کړي
د خېبرپښتونخوا اسمبلي. د ډان ورځ پاڼې د يو خبر ترمخه د پاکستان پيپلز ګوند صوبايي مشر نجم الدين خان ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي اسمبلۍ 45 غړو په مرستې به مخالفه ګوندونه ډېر زر د وزير اعلا محمود خان خلاف د بې بارورۍ تحريک وړاندې کړي

په خېبر پښتونخوا کې د سياسي او پارليماني چارو پوهان وايي د وزير اعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحريک که چېرې کاميابېږي نو د خېبر پښتونخوا په حکومت به يې خراب اثر ضرور پرېوزي او صوبه د سياسي اړي ګړي سره د مخامخ کېدو ترڅنګ د مالي ستونزو سره هم مخامخ کېدلی شي.

څېړونکي وايي په صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت به د مخالفه ګوندونو د نوې حکومت څخه د بجلۍ، ګېس او تېلو د رايلټي په مد کې د هغه پېسو غوښتنه هم کوي کومې چې اوس مهال دوی د وفاق نه په کلکه نه غواړي.

په پېښور کې مېشت خبريال او د پارليماني چارو کارپوهه لحاظ علی وېنا ده چې په وفاق کې د عدم اعتماد تحريک کاميابۍ سره د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ باندې اثر نشي راتللي خو په صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومتي چارې اغېزمنې کولی شي.

نوموړي زياته کړه که دا وخت وفاقي حکومت بدلېږي نو صوبايي حکومت به د اوبو نه جوړېدونکې بجلۍ منافع غواړي، خېبر پښتونخوا حکومت به د ای جي اين قاضي فارموله هم راوچتوي او خپله برخه به هم غواړي او په دې ټولو شيانو چې اوس پرې خاموشه دي بيا به يې غواړي.

هغه دا هم وويل چې که حکومت بدلېږي نو صوبايي حکومت ته به مالي ستونزې مخې ته راځي ځکه چې قابل تقسيم محاصل کې به ورته پېسې نه ورکړل کېږي او د دوی چې کومې روانې منصوبې دي نو په هغې کې به دوی ته پېسې نه ورکول کېږي.

د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د 145 غړو نه د پاکستان تحريک انصاف 94 غړيدي او د وزير اعلا محمود خان پرضد د بې باورۍ تحريک لپاره به اپوزيشن کم از کم د 73 غړو ضرورت وي چې د پارليماني چارو پوهانو په وېنا ترلاسه کول ممکن نه دي.

خبريال شاهد حميد وي او ای ډيوه ته وايي د بې باورۍ تحريک سره په مرکز کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت بدلېدو په نتيجه کې د دغې ګوند ځيني غړي د وزير اعلا محمود خان صوبايي حکومت لپاره خنډان جوړولی شي.

نوموړي دا هم وويل چې هغه ايم پي اېز چې د محمود خان خلاف پاتې شوي، يا تېر اسمبلۍ کې فارورډ بلاک وو يا اوس په وزارتونو د حکومت نه خفه دي نو هغه د بغاوت صورتحال پېدا کولی شي.

د ډان ورځ پاڼې د يو خبر ترمخه د پاکستان پيپلز ګوند صوبايي مشر نجم الدين خان ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي اسمبلۍ 45 غړو په مرستې به مخالفه ګوندونه ډېر زر د وزير اعلا محمود خان خلاف د بې بارورۍ تحريک وړاندې کړي۔ نوموړي ويلي چې په دې اړه پاکستان پيپلز ګوند، عوامي نېنشل ګوند او جعيت علما اسلام په يوه پاڼه دي۔

په پېښور کې د ډان ورځ پاڼې خبريال او په سياسي چارو نظر لرونکی زولفقارعلي وي او ای ډيوه ته وايي په موجوده سياسي صورت حال کې په حکومت فشار اچولو لپاره داسې ډول بيانونه کارول کېږي.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحريک مخالفو سياسي ګوندونو ديارلس ورځې وړاندې په قامي اسمبلۍ کې جمع کړی او سپيکر د مخالفه ګوندونو په غوښتنه د دې مياشتې په 25مه نېټه د اسمبلۍ غونډه رابللي ده.

ټاکل شوې ده چې په دغه ورځ د عمران خان خلاف د بې باروۍ په تحريک ووټونه وشي او که نوموړي د 172 غړو د اعتماد رای ترلاسه نه کړی شوې نو اقتدار به د لاسه ورکړي.


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG