لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي: د يو کال په واکمنۍ کې طالبان خپلې ژمنې او د خلکو تمې په پوره کولو کې پاتې راغلي


طالبان په افغانستان کې نن د يو کال د واکمنۍ ورځ نمانځي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپلې ډلې د کامیابۍ په یو کال پوره کېدو سره ویلي چې د دوی "نوپایه حکومت" په تېزۍ سره ملک ته امن راوستی او "د سولې، استحکام، او رفاه" لاره یي پیله کړې ده
طالبان په افغانستان کې نن د يو کال د واکمنۍ ورځ نمانځي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپلې ډلې د کامیابۍ په یو کال پوره کېدو سره ویلي چې د دوی "نوپایه حکومت" په تېزۍ سره ملک ته امن راوستی او "د سولې، استحکام، او رفاه" لاره یي پیله کړې ده

څيړونکي وايي په افغانستان د طالبانو د حکومت یو کال وشو خو په دې یو کال کې طالبانو نه یواځې حکومت سازي ونه کړی شوه بلکې د نړيوالې ټولنې سره يې چې کومې ژمنې کړې او په ملک کې ترې چې خلکو کومې تمې لرلې په هغې هر څه کې طالبان پاتې راغلي دي.

څيړونکی او خبريال عقيل يوسفزی وايي، طالبانو يواځې هغه خلک ونازول او حکومت ته يې راوستل چې د دوی د خوښي وو او چا چې په جنګونو کې برخه اخستې وه، سیاسي او ټولنيز خلکو يې د پامه وغورځول د هغې نه په افغان ټولنه کې بې چېني جوړه شوه.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، بله دا چې په دوحه کې کله تړون کېدو او کومو طالبانو يې مشري يا استازيتوب کولو هغه خلک نسبتا جمهوري خلک وو خو چې کله دوی بيا کابل او نورو ښارونو ته ورننوتل هغه ډله بيا يو طرفته شوه او د دوی سختدریځه مشران او په خصوصي توګه د حقاني شبکې مشران مخې ته راغله، نو د دوی نه چې خلکو د کومې اعتدال پسندۍ تمه کوله هغه يې متاثره کړه.

د نوموړي په خبره د طالبانو حکومت ته د ګاونډي هيوادونو همکاري ترلاسه نه شوه د رياست په بنيادي ډانچه کې پاتې راغلي دي په کوم څه چې خارجه پاليسي جوړيږي، دوی يواځې د امنيت دعوه کوي، خو دوی په سياسي، سماجي، معاشي او تعليمي برخو کې د زاوال سره مخ دي او تر ټولو غټه خبره په تيرو دوه درې میاشتو کې د دوی د امنيت دعوه هم د پوښتنو سره مخ شوې ده.

څيړونکی خالد سادات وايي، د هغه په نظر د افغانستان په تاريخ کې دا سختې شېبې حاکمې دي په افغانستان کې د قانون حاکميت نشته خلک د مختلفو کړاوونو سره مخ دي، د تعليم مخه ونيول شوه او اقتصادي پروژې په ټپه ودرېدلې، د نړۍ سره سيالي او اړيکې قطع شوې ښځې د تعليم څخه محرومې شوې.

وي او اې ډیوه ته سادات وويل، د افغانستان خلک ناامېده دي چې په اينده کې به څه کيږي تراوسه طالبانو دا ونه ويل شو چې مشر به یې څنګه ټاکل کيږی، زما په نظر دا يوه انارکي ده.

هغه زياته کړه د طالبانو حکومت تراوسه هیچا ونه منلو تر دې چې پاکستان دې ته نه دی تیار، او نور اسلامي ملکونه هم د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني دا د افغانستان دپاره لويه غميزه ده.

هغه وويل، مهمه خبره دا ده چې طالبان اوس هم په دې فکر کې دي چې افغانستان د زور او جبر د لارې ساتل کيږي، د ايمن الظواهري وژنه د افغانستان د خلکو دپاره غميزه ده، طالبانو په يو کال کې د افغانستان خاوره د القاعده او نورو ترهګرو ډلو دپاره په خوندي ځای بدله کړې اوس به هر څوک راځي اوپه افغانستان کې به مداخله کوي پاکستان پکې د ټي ټي پي مشران ووژل.

څيړونکی خبريال رفعت الله اورکزی وايي، تير کال چې طالبان په واک کې راغل نو په نړۍ کې دا تاثر وو چې ګنې دا هغه د 90م د لسيزې والا طالبان نه دي دا د هغو نه مختلف دي دوی ډېر څه زده کړي دي د مخکني حکومت غلطۍ به بيا تکراروي یوه تمه وه او په خصوصي توګه پاکستان يې وکالت کولو چې دا هغه طالبان نه دي دوی به ډېر بدلون راولي خو په طالبانو کې هيڅ بدلون نه دی راغلی.

د نوموړي په خبره که د طالبانو د يوکال جايزه واخستل شي نو د طالبانو د 90م د لسيزې والا حکومت په شان اوسنی حکومت دی ډېر فرق پکې نه ښکاري په طالبانو کې د جينکو د تعليم په سر خپلمنځي اختلافات شتون لري ښځې لګيا دي مظاهرې کوي هغو ته حق نه مېلاويږي ځکه هغوی راووځي.

هغه وويل نړۍ د پاکستان پشمول د طالبانو په وړاندې شرطونه اېښودي وو، چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، په افغانستان کې د شرخو پرضد نړۍ ته ښکاره تګلاره وړاندې کړي، د بشري حقونو په اړه دوی ته وويل شو، ښځو او مطبوعاتو ته ازادي ورکړي خو طالبانو تراوسه پورې دوی شرطونه نه دي منلي ځکه تراوسه يې یو ملک هم حکومت په رسميت ونه منلو. د طالبانو نه چې خلکو کومې تمې لرلې دوی هغه تمې پوره نه کړې.

طالبان په افغانستان کې نن د يو کال د واکمنۍ ورځ نمانځي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپلې ډلې د کامیابۍ په یو کال پوره کېدو سره ویلي چې د دوی "نوپایه حکومت" په تېزۍ سره ملک ته امن راوستی او "د سولې، استحکام، او رفاه" لاره یي پیله کړې ده.

بلخي وي او اې ته په یوه مفصله مرکه کې وویل چې اړوند وزارتونه په هره ممکنه توګه کوشش کوي چې په موثره توګه د اقتصاد په برخه کې فوري داخلي مسئلې هوارې کړي، لکه د کرنسۍ مسئله، او د تجارت او ټرانزیټ فعالیتونو په زیاتولو باندې خلکو ته کار روزګار پیدا کول.

د طالبانو د خارجه وزارت ویاند په خپلو خبرو کې وویل: "اوس نو د بهرنیو ملکونو، په خصوص د امریکا وار دی چې د ټولو یو اړخیزه اقتصادي پابندیو په لېرې کولو سره چې بنکي نظام او اقتصادي سېکټر په ښه توګه کار وکړي، د افغانانو د درد په کراره کولو کې خپله ذمه واري ادا کړي."

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG