لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نيشنل ګوند په ملاکنډ کې د امن پاڅون اعلان کړی


عوامي نېشنل ګوند ویلي، د امن پاڅون غونډه به په پينځمه جولايۍ د جمعې په ورځ د چکدرې په انټرچېنج کولی شي
عوامي نېشنل ګوند ویلي، د امن پاڅون غونډه به په پينځمه جولايۍ د جمعې په ورځ د چکدرې په انټرچېنج کولی شي

عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې په ملاکنډ ډويژن کې د امن پاڅون اعلان کړی دی او ويلي يې دي، د ترهګرۍ ضد د نوي پوځي اپرېشن فېصله يو اړخيزه او په بيړه کې شوې ده.

عوامي نېشنل ګوند ویلي، د امن پاڅون غونډه به په پينځمه جولايۍ د جمعې په ورځ د چکدرې په انټرچېنج کولی شي.

باچا خان مرکز ویلي، د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د مشر میا افتخار حسېن په مشرۍ د صوبايي کابينې په غونډه کې، په صوبه کې د امنیت د خراب صورتحال او صوبه کې د سياسي ګوندونو سره د رابطو په اړه بحث شوی دی.

ويل شوي، په غونډه کې په صوبه کې په سېوا کېدونکې ترهګرۍ، امنیت په خراب صورتحال او اپرېش په فېصله ژوره اندېښنه څرګنده کړل شوې ده.

ميا افتخار حسېن ويلي، د ترهګرۍ ضد نوو عملیاتو فېصله يو اړخيزه او په بيړه کې شوې، د عملياتو او نتيجو په اړه یې ولس د وړاندې نه د بد اعتمادۍ ښکار دی، په بيړه کې شوې پرېکړې به حالات او باور ته نور تاوان واړوي، د کومې پرېکړې نه وړاندې پارلیمان او ټولو سټېک هولډرز په اعتماد کې اخستل ضروري وو.

https://www.facebook.com/share/p/UtWWbwrSsbd6S5sp/

عوامي نېشنل ګوند د نوو عملياتو په اړه غبرګون او امن پاڅون اعلان په داسې وخت کې کړی چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعيت علمااسلام ف ګوند د وړاندې نه د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې دي بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ویلي، څو کاله وړاندې د 40,000 نه زياتو ترهګرو په ابادکارۍ او اوس د عملياتو په فېصله ولس اندېښمن دی، چا چې دغه ترهګر بيا اباد کړي د هغو پرضد دې سنجيده کارروايي وشي، او کوم 102 ترهګر چې خوشي کړل شوي هغوی دې بيا ونيول شي.

بيان کې د ترهګرو د بيا ابادولو په اړه د چا نوم نه دی اخستل شوی خو عوامي نېشنل ګوند تور لګوي د پاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې وسله وال بيرته پاکستان ته راوستل شوي او اباد کړل شوي دي.

د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا حکومت د اطلاعاتو مشير بېرسټر سېف ويلي، د تحریک انصاف په حکومت کې د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات شوي خو دوی وسله وال بيرته نه دی راوستي او نه یې اباد کړي دي، هغه ويلي، وړاندې یې هم دغه تورونه رد کړي او اوس یې بيا ردوي.

ميا افتخار حسېن ويلي، که په تيرو لسو کلونو کې په نېشنل اېکشن پلان پوره عمل شوی وی نو حالات به دې ځای ته نه راتله، حالات نور خرابيږي، که اوس هم سنجيدګي ونه ښودل شوه نو ډېر به ناوخته شي، د ښه او بدو فرق دې ختم کړل شي حکومت او متعلقه ادارې دې د نېشنل اېکشن پلان په ټولو نکاتو پوره عمل يقيني کړي، پنجاب کې چې کوم لاقانونه ګرځول شوي تنظيمونه او ترهګر عناصر دي د عملياتو پيل دې د هلته نه وشي.

په 16م دسمبر 2014م کې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د خونړي ترهګر بريد وروسته د ترهګرۍ ضد قامي تګ لاره (نيشنل اېکشن پلان) جوړ کړل شوی وو، په ياد بريد کې د 150 پورې کسان وژل شوي چې زياتره یې د سکول زده کوونکي وو.

په نېشنل اېکشن پلان کې په ملک کې د ترهګرۍ پرضد عمليات پيل کړل شوي، په صوبو کې اېپکس کمېټيانې جوړې کړل شوې او پوځي عدالتونه جوړ کړل شوي وو.

پاکستان کې وخت په وخت سياسي ګوندونه او څيړونکي نيوکې کوي چې په نېشنل اېکشن پلان پوره عمل نه دی شوی که د نېشنل اېکشن پلان په ټولو نکاتو عمل شوی وی د ملک څخه به ترهګري او توندروي ختمه شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG