لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمل ولي خان په ملک لیاقت شوي بريد په اړه پوښتنې را ولاړ‎ې کړ‎ي


اېمل ولي خان په ټويټر دعوه کړې چې "په ملک لياقت د حملې په اړه داسې اطلاعات دي چې هغه طالبانو ته د بهتې/ قلنګ نه ورکولو په سر په نخښه کړی شوی دی"
اېمل ولي خان په ټويټر دعوه کړې چې "په ملک لياقت د حملې په اړه داسې اطلاعات دي چې هغه طالبانو ته د بهتې/ قلنګ نه ورکولو په سر په نخښه کړی شوی دی"

د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې د خالي/ شنبې په ماښام چې په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ په غړي ملک لياقت وسله وال بريد شوی، د عوامي نيشنل ګوند صوبايي صدر اېمل ولي خان په دغه بريد پوښتنې را ولاړې کړي چې "د ملک لياقت په قاتلانه حملې د پي ټي ايي د مشرتابه خاموشي معني خيزه ده".

د دير د پولیسو په وېنا په ملک لياقت ترسره شوي وسله وال بريد کې د هغه ورور جان عالم، د هغه وراره، یو پوليس اهلکار او يو ليويز والا وژل شوي او خپل ملک لياقت پکې د پينځه کسانو سره ژوبل شوی وو.

اېمل ولي خان په ټويټر دعوه کړې چې "په ملک لياقت د حملې په اړه داسې اطلاعات دي چې هغه طالبانو ته د بهتې/ قلنګ نه ورکولو په سر په نخښه کړی شوی دی".

هغه ويلي، "مونږ نن هم وايو چې د پي ټي ايي کومو مشرانو طالبانو ته بهتې ورکړي هغوی د خپل ځان بچ کولو دپاره خاموشه دي او چې څوک بهته نه ورکوي په نخښه کيږي به. په داسې وخت کې د وخت د حکومت خاموشه پاتې کېدل ولس د ترهګرو په رحم وکرم پرېښودل دي".

په ملک لياقت د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

او سي ټي ډي پوليس په ملک لياقت د شوي بريد مقدمه د قتل او ترهګرۍ د مادو لاندې درج کړې او په مقدمه کې يواځې دومره ویل شوي چې په هغه نامالومه ترهګرو بريد کړی دی.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان په ملک لياقت د وژونکي بريد نوټس اخستی او د پوليسو نه یې رپورټ غوښتی دی.

په ټولنيزو رسنيو داسې پوښتنې هم راولاړې شوي چې د پي ټي ايي لخوا په ملک لياقت د شوي بريد غندنه ولې نه ده شوې.

له دې وړاندې هم تيره میاشت اېمل ولي خان دعوه کړې وه چې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا [محمود خان]، مخکني سپيکر اسد قېصر او درې وزیرانو طالبانو ته بهتې ورکړي دي.

او د اېمل ولي خان دغه بيان په ځواب کې د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار برېسټر محمد علي ويلي وو، داسې هیڅ پېښه نه ده شوې.

په ملک لياقت د بريد وروسته په ټولنيزو رسنیو داسې هم ويل شوي چې په ملاکنډ ډويژن کې يو ځل بيا وسله وال فعاليتونه پېل کيږي.

څيړونکی خبریال افتخار فردوس وايي، "چارواکي چې دا پېښې ګوري، دا تازه پېښې ترهګري ګڼي خو دا نه تاييدوي چې دا ترهګرۍ مستقله لړۍ ده".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په خلکو کې ويره خوره شوې او د ملاکنډ ډويژن خلک د ترهګرۍ د يو پړاو نه تېر شوي، ځکه هغه ويره لري چې هسې نه هغه حالات بيا جوړ شي".

نوموړی وايي "د هغه په خيال د پخوا په رنګ حالات خو به جوړ نه شي ځکه چې هغه وخت حالات بدل وو او اوس بدل دي، خو اوس په وروستيو کې په افغانستان کې چې د پاکستان پولې ته نزدې کومې پېښې کيږي د هغې به يو څه اثر پاکستان لوري ته وي".

ملاکنډ ډويژن ته په کال 2007م کې د متحده مجلس عمل په حکومت کې پوځ لېږل شوی او په سيمه کې د راه حق په نوم پوځي عمليات پېل کړی شوي وو کله چې د ملافضل الله په مشرۍ طالبانو حکومتي عملداري چېلنج کړه.

د هغې وروستو په کال 2009م کې په پوره زور سره پوځ د راه نجات په نوم په دوېم ځل عمليات کړي او طالبان يې د سوات نه ويستي وو.

د هغې وروسته ويل شوي وو چې په سوات او د ملاکنډ ډويژن په نورو ضلعو کې امنيت په ځای کړی شوی او په کومه علاقه د طالبانو په لاس کې نشته يا هلته په منظم ډول شتون نه لري، خو د دغې وروسته بيا هم په سيمه کې وخت په وخت د ترهګرۍ پېښې شوي او تراوسه دوام لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG