لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوتوا واچ: د مسلمانانو خلاف د کرکې ويناګانې د انتخابونو نه وړاندې تېزيږي


په لږکيو د حملو د ريکارډ ساتلو په اړه رپورټ وايي د کال 2023 په وړومبۍ نيميای کې ليدل کيږي چې هره ورځ د يو نه زيات د کرکې بیانونه خپرېدل
په لږکيو د حملو د ريکارډ ساتلو په اړه رپورټ وايي د کال 2023 په وړومبۍ نيميای کې ليدل کيږي چې هره ورځ د يو نه زيات د کرکې بیانونه خپرېدل

د امريکا په سرښار واشنګټن ډي سي کې د هندي څېړونکو يو تنظيم هندوتوا واچ په خپل يو رپورټ کې دعوه کړې په هند کې د انتخاباتو په رانيزدې دمسلمانانو خلاف د کرکې بيانونه تېز شي.

په لږکيو د حملو د ريکارډ ساتلو په اړه رپورټ وايي د کال 2023 په وړومبۍ نيميای کې ليدل کيږي چې هره ورځ د يو نه زيات د کرکې بیانونه خورول.

د رپورټ ترمخه په دغه مهال د مسلمانانو خلاف 255 پېښې ثبت شوي چې په جلسو جلوسونو کې د کرکې ويناګانې شوي وې. د دې نه وړاندې د داسې قسمه پېښو د موازنې دپاره څه شمار شمېرې نشته.

په رپورټ د کرکې د معيار کچه د ملګرو ملتونو د ټاکل شوې کچې مطابق ايښودې شوه چې وايي “د رای هر قسمه اظهار چې په بد نيتۍ اوتوپيري لهجه کې د بل چا تن لا ډلې په اړه د مذهب، نسل، قوميت، رنګ، اختلاف رای، جنس لا د نورو عواملو په بنياد کيږي د کرکې ويناده”.

رپورټ وايي نزدې 70 فیصد پېښې په هغو ايالتونو کې شوي چې په کال 2023-24 کې انتخابات کېدونکي دي. په دغو ریاستونو کې مهاراشټرا،کرناټکا، مدهيه پراديش، راجستان او ګجرات تر ټولو وړاندې دي.

یوازې په مهاراشټرا کې د کرکې د وينا غونډې 29 فیصد ته رسېدلې دي او د رپورټ ترمخه چې په کې اکثريت ويناګانې د سازشي نظريو د خپرولو او تشدد ته د خلکو د رابللو په حقله دي چې غواړي د مسلمانانو سره اقتصادي اړيکې ختمې کړي.

قریباً 80 فيصد پېښې په هغو ځايونو کې شوي چې د وزير اعظم نرېندرا مودي هندو قام پرست ګوند بهارتيه جنتا پارټي په حکومت کې ده او تر ډېره امکان څرګنديږي د کال 2024 په عامو انتخابونو کې به بيا بری ترلاسه کړي.

هندوتوا واچ وايي تنظيم د هندي قام پرستو ډلو انلاين یا په انټرنېټ څار کړی او د هغوی خواره کړل شوي ويډيو پيغامونه يې تعقيب کړي چې په سوشل ميډيا چلېدلي او هغه پېښې يې هم ريکارډ کړي چې په ځانګړې توګه ميډيا رپورټ کړي.

د مودي حکومت د لږکيو سره د بد چلن خبره ردوي.

په واشنګټن کې د هند سفارت د تنظيم پوښتنو ته هيڅ ځواب نه دی ورکړی. دبشري حقونو کارمندان وايي په کال 2014 کې د مودي په اقتدار کې د راتللو وروسته د مسلمانانو سره ښه چلن نه کيږي.

دا کارمندان وايي د کال 2019 د شهريت قانون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر بنيادي توپيري ګرځولی چې مسلمانان کډوال به نه قبولوي. د مذهب د بدلولو قانون د عقيدې بنيادي ازادۍ اييني حق چيلنج کوي او د کال 2019 پرېکړه د اکثريت مسلمانانو سيمې کشمير خصوصي حيثيت ختموي.

په کرناټکا کې چې کله بي جی پي په واک کې وه نو د مسلمانانو ودانۍ يې د تجاويزاتو په نوم ړنګې کړې او په مسلمانانو جينکو يې په سکولونو کې په حجاب اغوستلو بندېز لګولی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG