د ننګرهار ولایت په مرکزي ښار جلال اباد کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د طالبانو په ضد مظاهره کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.
رویټرز خبرې ادارې د دوو عیني شاهدینو له قوله وویل چې دغه کسان پس له هغې ووژل شوو چې طالب وسله والو د مظاهرې په مهال ډزې وکړې. د ډزو نه وړاندې خلکو په جلال اباد کې د افغانستان قامي بېرغ پورته کولو.
رویټرز د يو پخواني پولیس چارواکي له قوله وویل چې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي خو نور تفصیل یې وړاندې نکړو.
د جلال اباد ترڅنګ په خوست او کونړ ولایتونو کې هم د افغانستان د بېرغ په سر د عامو خلکو او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي رپورټونه مخې ته راغلي دي.
افغانستان کې د ملي بیرغ په سر د وسله والو طالبانو او عامو خلکو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوی.
وېل کېږي کې چې په کونړ کې د ملي بیرغ په ملاتړ د لاریونونو پر مهال هوایي ډزې شوي چې یو شمیر عامو کسانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتي.
په خوست کې د شورو، چهارشنبې په ورځ عامو خلکو د افغانستان د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون وکړ او بېرغ یې د ښار مرکزي برخه کې پورته کړ.
په جلال اباد او د ننګرهار په شینوارو او خوګیاڼو ولسوالیو او د کونړ په ولایتي مرکز اسد اباد کې د افغانستان د بیرغ په ملاتړ لاریونوالو پر طالبانو غږ کړی دی چې ملي بیرغ باید وساتي.
په خوست کې د لاریون یو ګډونوال ساحل منګل امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې وویل" ملي بیرغ زموږ د ټولو ملي هویت دی له طالبانو مو هیله ده چې د دغه ملي هویت درناوي وکړي نه دا چې له خلکو ملي ارزښتونه اخلي."
منګل ووی کله چې د لاریون ګډون والو د خوست په مرکزي چوک کې بېرغ پورته کړو نو وسله وال کسان ورغلل هوایي ډزې یې وکړې او د خلکو د تیت او پرک کولو کوښښ یې وکړو. د هغه په وېنا د ډزو پر مهال څلور ځوانان او یو ماشوم ټپیان شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې لومړي خبري کانفرنس ته وېنا وکړه او د ملي بیرغ په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې یې وویل "د ملي درې رنګه بیرغ شتون یا نه شتون په اړه به د سیاسي جوړجاړي وروسته فیصله کیږي خو اوس لپاره ملي بیرغ او د اسلامي امارت دواړه بیرغونه په خپل ځای دي."