لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: سوړ جنګ ختم شوی خو د امریکې او چین تعلقات اوس هم کړکېچن دي


صدر نېکسن د کمیونسټ پارټۍ د هغه وخت مشر ماو زيتونګ سره ولیدل
صدر نېکسن د کمیونسټ پارټۍ د هغه وخت مشر ماو زيتونګ سره ولیدل

د سوړ جنګ د زور په وخت کې د امريکا ولسمشر رچرډ نېکسن کميونيسټ چين ته سفر وکړو او داسې ګڼل کېدل چې دا به د چين او امريکا راتلونکي تعلقات او په نړۍ کې د چين حيثيت بدل کړي چې هغه وخت ناشونې خبره وه.

د امریکې او د چین د تعلقاتو په اړه اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د چين او امريکا تر منځ اړيکې تل يو لوی چيلنج و او د نيمې پېړۍ اوړېدو او لوړو ژورو تېرېدو وروستو نن د هغې نه هم حالات خراب شوي.

سوړ جنګ پخوا ختم شوی خو د دواړو هېوادونو په منځ کې د يو نوي سوړ جنګ شروع کېدو انديښنې راولاړې شوي دي.

د چين د تردېدونو باوجود امريکا انديښمنه ده چې جمهوري نړۍ په پخواني شوروي اتحاد د بريا موندلو وروستو د طاقتور چين د زورواکه نظام ماډل ورته بيا يو چيلنج جوړ شوی دی.

په دې اړه د سټرينډ فورډ پوهنتون د چين د چارو کارپوه اوريانه سکايلر ماسټرو وايي “د امريکا او چين تعلقات تل لانجمن خو د يو بل ضرورت پاتې شوي. کېدلی شي 50 کاله وړاندې دا اړيکې يواځې په اقتصاد اډاڼه وې خو اوس د امنيت بڼه لري. دا تعلقات نه پخوا سم وو او نه به بيا سم شي”.

د ګل لا دوشنبې په ورځ د ژمي خړ سحر و چې 50 کاله اګاهو د نېکسن هوايي جهاز په بيجينګ هوايي ډګر کوز شو. په بينرو او لوحو ورته ليکل شوي وو “برباد دې وي امريکايي استعمار” چې د کلتوري انقلاب د حرکت يوه برخه وه او د کبله يې د مزدور تحريک په نوم په دانشورانو بندېزونه لګېدل او نور خلک په کلو بانډو کې بې عزته کېدل، ځورېدل او وژل کېدل.

د ای پي په خبر کې د دې ذکر نشته خو د پاکستان وزير اعظم عمران خان چين ته د دورې په وخت ويلي وو د امريکا او چين د تعلقاتو په جوړېدو کې پاکستان کردار ادا کړی و او د امريکا وزير خارجه ډاکټر هنري کيسينجر له يې د چين د سفر لاره برابر کړه. د ميډيا رپورټونو تر مخه دا د فيلډ مارشل ايوب خان د پوځي حکومت دوره وه.

د نېکسن په دوره کې هغه د چيرمين ماو زيتونګ سره وليدل او شاهکار دېوال چين ليدلو له تلی و. د چين او امريکا سفارتي تعلقات په کال 1979 کې جوړ شول چې هغه وخت امريکا د تايوان سره هم برابر تعقات لرل. امريکا د کال 1949 کميونسټ انقلاب او واک اخستلو وروستو تايوان د چين حکومت برخه منلې وه.

د وزير اعظم ژاو چيونلاي ترجمان په يو ياداشت کې ليکلي دي چې د ده په ياد نېکسن چې کله ژاو له په بيجينګ هوايي ميدان د ستړي مشي لاس ورکړو نو ويې ويل “دا لاس د پيسېپېک سمندر نه د دوستۍ د پاره راغځيږي”.

د دواړو اړخونو د پاره دا دوستي د قدرتي تړون نه بلکې د حالاتو پيداوار و.

یادونه: د امریکې او چین د تعلقاتو په اړه دا رپورټ د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوی دی


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG