لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فوټبال ورلډکپ : ارجنټاین به کرویشیا او مراکش به فرانس سره سېمي فاینل کې مخامخ کېږي


مراکش د افریقا لومړنی هیواد شو چې د فوټبال ورلډکپ سمیي فاینل لوبې ته لار مومي
مراکش د افریقا لومړنی هیواد شو چې د فوټبال ورلډکپ سمیي فاینل لوبې ته لار مومي

په قطر کې د فوټبال ورلډکپ په وروستي کوارټر فاینل کې د خالي، شنبې، په ورځ فرانس د انګلېنډ ټیم ته ۲-۱ سره ماتې ورکړه او د ورلډکپ سېمي فاینل ته یې لار وموندله.

ارجنټاین، کرویشیا او مراکش هغه درې نورې لوبډلې دي چې سېمي فاینل ته وتلي دي.

لومړی سیمي فاینل کې به د نهې، سه شنبې، په ورځ د کرویشیا او ارجنټاین ترمنځ کیږي. دویم سیمي فاینل به د شورو چهار شنبې په ورځ د فرانس او مراکش ترمنځ کیږي.

د فرانس او انګلستان په کوارټر فاینل لوبه کې لومړی ګول د فرانس لوبغاړي تکومیني د لوبې په ۱۷ منټ کې وکړو خو د لوبې په ۵۲ مې دقیقې کې د انګلستان لوبډلې ته د پنالټي موقع په لاس ورغله او د لوبډلې کپتان هري کین په اسانۍ ګول وکړو او لوبه یې برابر کړه

د فرانس دپاره د لوبې په ۷۲ منټ کې ۹ نمبر لوبغاړي الویر ګرود دویم ګول وکړو.

د فرانس د لومړي ګول وهلو په څیر د دویم ګول نه وروسته یو ځل بیا د لوبې په ۸۱ م منټ کې انګلستان ته د پنالټي فرصت په لاس ورغی او دا یې ورته لا ډیره آسانه کړه چې لوبه برابره کړي خو دا ځل د لوبډلې د کپتان هري کین شاټ د ګول د پاسه ولاړو.

د تېر خالي، شبنې، په ورځ د مراکش او پرتګال ترمنځ شوي کوارټر فاینل کې مراکش په یو صفر پرتګال ته ماتې ورکړه. په دې لوبه کې د مراکش لپاره ګول یوسف نصیري د لوبې په ۴۲ منټ کې وواهه او دا نتیجه تر لوبې پایه پاتې شوه.

مراکش د افریقا لومړنی هیواد شو چې د فوټبال ورلډکپ سمیي فاینل لوبې ته لار مومي.

د پرتګال د لوبډلي مشهور ستوری کریسټیانو رونالدو که څه هم د لوبې د پیل په یوولسو لوبغاړو کې نه وو خو د ګول د خوړولو وروسته لوبې ته راوستل شو خو نوموړی په دې ونه توانید چې خپلې لوبډلې ته ګول وکړي.

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې د جمعې ډسمبر په ۹ ارجنټینا د هالنډ لوبډلې ته ۴-۳ سره ماتې ورکړه او د دې سیالیو سېمي فاینل لوبې ته لار پیدا کړه.

د ارجنټینا او هالېنډ تر منځ لوبه په ۲-۲ برابره وه او د همدې کبله د پنالټۍ پړاو ته ولاړه چې ۴-۳ د ارجنټاین په ګټه تمامه شوه.

ټاکل شوې چې په سیمي فاینل کې به د ارجنټاین لوبډله د نهې سه شنبې په ورځ د کرویشیا سره مخ کیږي

د ۱۹۹۰ کال راپدیخوا دا دویم ځل دی چې د ارجنټاین لوبډله د فوټبال د نړیوال جام سیمي فاینل لوبې ته اوځي او په ۲۰۱۴ کال په فوټبال ورلډکپ په فاینل کې جرمني ارجنټاین ته ماتې ورکړو چې میسي هم پکې و

د دې لوبې نه وړاندې کرویشیا برازیل ته چې پنځه ځله یې د فوټبال ورلډکپ فاینل ګټلې، ماتې ورکړه او سیمي فاینل ته ووت.

په سیمي فاینل کې به د کروشیا مقابله د مراکش سره وي. په ۲۰۱۸ کال کې په روس کې شوي فوټبال ورلډکپ په فاینل کې فرانس کروشیا ته ۲-۴ سره ماتې ورکړی وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG