لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمان لوڼي د وژنې اېف اي آر لا نه دی درج شوی


د بلوچستان صوبې داخله وزير مير ضیا الله لانگو ويلي دي د ارمان لوڼي د وژنې اېف اي آر (لومړی پولیس رپورټ) تر اوسه درج شوی نه دی.

هغه د وي او ډیوه د یو تپوس په ځواب کې وویل چې ایف اي ار لا ځکه نه دی درج شوی چې د مړي د پوسټ مارټم رپورټ لا تیار شوی نه دی.

د ارمان لوڼي کورنۍ ويلي دي چې دوی په لورالای کې د اېف ار لپاره درخواست ورکړی دی خو پولیس یې نه درج کوي. د ایف اي ار په درخواست کې په پولیس افسر عطا الرحمان ترين د مرگ دعوا شوې ده.

عطاالرحمان ترين د پاکستان د پوځ په هواي څانگه کې افسر وو خو بیا د پوځ په ځانگړی برخه کې د پو لیسو افسر جوړ شو.

عيني شاهد ډاکټر برکت شاه وي او ډیوه ته ويلي چې پولیس افسر عطا الرحمان ترين او د هغه نورو ملگرو د ارمان لوڼي په سر د شا د خوا نه په سټ کې د غوږ سره جوخت د وسپنې په کونداغ گوزار کړی وو.

تیره ورځ ښاغلي وزير وړانگو دعوا کړې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ محمد ابراهیم ارمان لوڼی د پولیسو د تشدد له وجې نه بلکې د زړه حرکت بندېدو له کبله مړ شوی دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنگ یو شمېر مشران او په موقع موجود کسان وايي په لوڼي پولیسو تشدد کړی وو.

د ښاغلي لانگو تر مخه پولیس شک په کیس کې د یو فريق په وینا رپورټ نه شي ليکلی.

تېره ورځ د بلوچستان صوبې چارواکو ويلي وو چې د پوسټ مارټم مکمل رپورټ به د پنجاب صوبې د لاهور ښار په یوه لیبارټرۍ کې تیاریږي. ددې رپورټ د تیاریدلو لپاره ورکړې شوی وخت 24 ساعته نن د فرورۍ په څلورمه پوره کیږي.

ارمان د فرورۍ په دویمه ماښام مهال په لورالاي ښار کې د یو احتجاج په وخت وژل شوی وو.

د هغه د مرگ ورستو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې ارمان لوڼي د پولیس د تشدد پر مهال ژوند له لاسه ورکړو.

محمد ابراهیم ارمان د کوټې په ډگري کالج کې د پښتو ژبې استاد وو.

ارمان او دهغه خور وړانگه لوڼۍ دواړو د پښتون ژغورنې غورځنگ ملگري وو

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG