لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارمېنیا او ازربایجان معاهده وکړه چې د يو بل په شهري ابادۍ به حملې نه کوي


د ازربایجان او ارمېنیا ترمنځ موجوده جګړه د سپټمبر په ۲۷ نېټه شروع شوې ده او د رپورټونو ترمخه پکې په سلګونو کسان وژل شوي دي
د ازربایجان او ارمېنیا ترمنځ موجوده جګړه د سپټمبر په ۲۷ نېټه شروع شوې ده او د رپورټونو ترمخه پکې په سلګونو کسان وژل شوي دي

ارمېنیا او ازربایجان د جمعې په ورځ یوه معاهده وکړه چې ترمخه به یې دواړه ملکونه د نګورنو کاراباخ په سر په جاري جنک کې چې په سلګونو کسان پکې مړه شوي د یو بل په شهري علاقو بمباري نه کوي.

په جنګ کې ښکیل د دواړو ملکونو ترمنځ معاهده د دواړو خارجه وزیرانو ترمنځ د جمعې په ورځ په جنیوا کې وشوه. په دې موقع د فرانس، روس او د امریکې استازي هم موجود وو.

د معاهدې د لاندې به ارمېنیا او ازربایجان قصداً د یو بل شهري او غیر پوځي علاقې نه په هدف کوي، د یو بل د وژل شویو عسکرو مړي او د جنګي قیدیانو فهرستونه به تبادله کوي.

په معاهده کې ډزبندي نه ده شامله.

ټاکل شوي وه چې د اتوار، يکشنبې، د ورځ نه به د امریکې په منځګړیتوب شوي ورستۍ ډزبندي عملي شي خو وروسته دواړو فریقېنو په یو بل د خلاف ورزۍ الزامات ولګول. د دې نه وړاندې د روس په منځګریتوب دوه ځله ډزبندي ناکامه شوي ده.

روس، امریکا او فرانس د منسک ګروپ غړي دي. دغه ډله د يورپي ملکونو تنظیم ارګنایزېشن فار سکیورټي اېڼد کواپرېشن د ارمېنیا او ازربایجان ترمنځ د نګورنو کاراباخ په سر د لانجې ختموولو دپاره په ۱۹۹۲ کې جوړه کړې وه.

د ازربایجان او ارمېنیا ترمنځ موجوده جګړه د سپټمبر په ۲۷ نېټه شروع شوې ده او د رپورټونو ترمخه پکې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

په کال ۱۹۹۱ کې د شوروي روس د ختمېدو سره سم د ارمینیايي نسل د اکثریت علاقې نګورنو کارباخ د ازربایجان نه د بېلېدو اعلان وکړو چې له امله یې یو داسې جنګ ونښتو چې پکې ۳۰۰۰۰ پورې کسان ووژل شو. په ۱۹۹۴ کې ډز بندي وشوه.

د ای پي خبري ادارې ترمخه د ازربایجان ځواکونو د جمعې په ورځ په نګورنو کاراباخ کې نوره پېش قدمي وکړه.

ځینې څیړونکي ویره څرګندوي که چېرې د ارمېنیا او ازربایجان موجوده جنګ نور زیات شي نو روس او ترکي به پکې هم ښکیل شي. ترکي د ازربایجان او روس د ارمېنیا پلوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG