لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمينیا او ازربایجان د ځواکونو جګړه کې مرګ ژوبله شوې


دواوړو خواو د مرګ ژوبلې رپورټونه ورکړي او په يو بل يې د تشدد د راپارولو الزامونه پورې کړي دي
دواوړو خواو د مرګ ژوبلې رپورټونه ورکړي او په يو بل يې د تشدد د راپارولو الزامونه پورې کړي دي

د ارمينيا او د ازربايجان پوځي ځواکونو تر منځ په ګډه پوله تازه جګړه کې دواوړو خواو د مرګ ژوبلې رپورټونه ورکړي او په يو بل يې د تشدد د راپارولو الزامونه پورې کړي دي.

ارمينيا ويلي ازري ځواکونو د پولې سره په لګېدلي يو شمېر ځايونو کې حملې کړي او د ارمينيا 49 پوځيان يې وژلي.

ازربايجان وايي د ارمينيا ځواکونو د دوی په پوستو ډزې کړي او يو نامعلومه شمېر تنان يې وژلي.

دواړه هېوادونه د لسيزو لسيزو راهسې په يوه اوږده جګړه کې بوخت دي چې د ناګورنو کراباخ په سيمه کې روانه ده. ياده سيمه د ازربايجان برخه ده خو د ابادۍ اکثريت يې ارمينيان دي.

په کال 2020 کې نزدې يوه نيمه مياشت جګړه شوې وه چې پکې د 6,600 نه زيات خلک وژل شوي وو او ازربايجان خوا و شا علاقې بيرته د ارمينيا نه نيولې وې.

د امريکا د خارجه چارو وزير اينټوني بلېنکن په يو بيان کې په دواړو خواو غږ کړی چې “پوځي تاو تريخوالی دې سملاسي ودروي ځکه چې پوځي عمليات د شخړې حل نه دی”.

د روس وزارت خارجه هم په يو بيان کې په ارمينيا او ازربايجان غږ کړی چې روانه شخړه دې د خبرو اترو او سفارتي لارې هواره کړل شي.

یادونه: د دې خبر تفصیل د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG